Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 40:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 د مالِک خُدائ پېغام يرمياه ته پس د هغې نه ورکړے شو کله چې د فوج کمانډر نبوزردان هغه په راما کښې آزاد کړو. نو هغۀ يرمياه هم د يروشلم او يهوداه په هغه کسانو کښې په زنځيرونو تړلے وموندلو څوک چې بابل ته جلاوطن کېدلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 40:1
14 Iomraidhean Croise  

د آسا د بادشاهۍ په شپږ دېرشم کال، د اِسرائيل بادشاه بعشا په يهوداه حمله وکړه او د راما نه يې د پَخو دېوالونو تاوول شروع کړل دا دې دپاره چې د يهوداه بادشاه آسا د علاقې نه د ټولو خلقو تګ راتګ بند کړى.


ځکه چې هغۀ د زېړو دروازې ماتې کړې او د هغې د اوسپنو سيخونه يې غوڅ کړل.


تۀ بې‌کسه ته خاندان او قېدى ته خوشحالى او آزادى ورکوى. خو سرکشه خلق په اوچو او سوکړو کښې ژوند کوى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په راما کښې د چغو آواز واورېدلے شو، د ماتم او لوئ ژړا آواز. راحيل په خپلو بچو باندې ژړا کوى، هيڅ قسم تسلى نۀ قبلوى ځکه چې د هغې ماشومان غېب کړے شوى دى.“


بيا نبوزردان، د فوجيانو کمانډر هغه کسان چې ژوندى پاتې شوى وُو او کوم کسان چې بګوړه شوى وُو هغوئ يې بابل ته بنديوان بوتلل.


لس ورځې وروستو د مالِک خُدائ کلام په يرمياه نازل شو.


زمونږ د جلاوطنۍ په دولسم کال، د لسمې مياشتې په پينځمه ورځ، يو سړے څوک چې د يروشلم نه راتښتېدلے وو ما له راغلو او وې وئيل، ”هغه ښار راوغورزېدلو.“


خو پولوس جواب ورکړو، ”تاسو ولې ژاړئ او زما زړۀ ماتوئ؟ ځکه چې زۀ نۀ يواځې تړلو ته، بلکې دې ته هم تيار يم چې د مالِک عيسىٰ دپاره په يروشلم کښې شهيد شم.“


دغه وجه ده چې ما دا غوښتل چې تاسو ووينم او خبرې درسره وکړم چې زۀ د هغه چا په خاطر په زنځيرونو کښې تړلے شوے يم چې بنى اِسرائيل د هغۀ په طمع دى.“


د کوم دپاره چې زۀ په زنځيرونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چې زۀ په داسې زړۀ ورتيا سره دا پېغام ورکړم څنګه چې په ما فرض دے.


هلته جبعون، راما، بيروت،


بيا به هغه واپس په راما کښې خپل کور ته تلو، هلته يې هم د قاضى په توګه خِدمت کولو. هغۀ په راما کښې مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه هم جوړه کړې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan