Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 4:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 4:7
33 Iomraidhean Croise  

کله چې يهويقيم بادشاه وو، نو د بابل بادشاه نبوکدنضر په يهوداه حمله وکړه او درې کاله يې په يهويقيم باندې زور راوړلو چې د هغۀ حکومت ته تسليم شى، بيا يهويقيم بغاوت وکړو.


نو د صدقياه د بادشاهۍ په نهم کال، د لسمې مياشتې په لسمه ورځ، د بابل بادشاه نبوکدنضر د خپل ټول لښکر سره د يروشلم خِلاف روان شو. هغۀ د ښار نه بهر خېمې ولګولې او د ښار نه ګېرچاپېره يې د محاصرې دېوالونه تاو کړل.


ستاسو مُلک شاړ شوے دے، ستاسو ښارونه سوزولے شوى دى. ستاسو په وړاندې د پردى مُلک خلق ستاسو پټى لوټ کوى، او هر څۀ چې وينى هغه تباه کوى.


ما اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج قسم خوړلے دے چې، ”يقيناً چې د ډېرو کورونو نه به کنډرې جوړې شى، او په دې غټو او ښائسته کورونو کښې به هيڅوک نۀ اوسيږى.


ما ترې نه تپوس وکړو، ”اے مالِکه خُدايه، دا به تر کومې پورې وى؟“ هغۀ راته وفرمائيل، ”دا به تر هغې پورې وى چې ښارونه يې تباه او خوشى شى او چې د کورونو نه يې خلق ختم شى او زمکه يې شاړه شى.


هغوئ د غړمبېدونکو زمرو په شان په دوئ باندې حمله وکړه، او د دوئ د زمکې نه يې صحرا جوړه کړه، او ښارونه يې ورته وسوزول او د اوسېدو نه يې وويستل.


نو بيا مالِک خُدائ د يهوداه د بادشاه د محل په حقله داسې فرمائى، کۀ څۀ هم چې د يهوداه محل زما دپاره د جِلعاد په شان مېوه لرونکے او د لبنان د غرونو په شان شين او ښکلے دے، خو زۀ به په يقين سره دا په دشته بدل کړم لکه د هغه ښارونو په شان چې څوک په کښې نۀ اوسيږى.


زۀ به ستا د بربادۍ دپاره وسله بند جنګى لښکر درولېږم او هغوئ به ستا ستنې چې د دِيار د ښائسته ونو نه تيارې شوې دى راوباسى او په اور کښې به يې وغورزوى.


مالِک خُدائ لکه د يو طاقتور ازمرى په شان کله چې د خپل غار نه راوځى او په خلقو حمله وکړى نو دغه شان به د ظالم تيره تُوره او د مالِک خُدائ سخت قهر به د هغوئ مُلک تباه کړى.“


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


تۀ ولې د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ په نوم پېغام ورکوې چې دا کور به لکه د سيلا په شان شى او دا ښار به په صحرا او کنډرو بدل شى؟“ نو د مالِک خُدائ په کور کښې ټول خلق د يرمياه نه راتاو شول.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، کۀ چرې يو قوم يا بادشاهت د نبوکدنضر يعنې د بابل د بادشاه د خِدمت نه اِنکار وکړى او يا خپل څټ د هغۀ د جغ لاندې نۀ کړى، نو زۀ به بيا په هغه قوم جنګ، قحط او وبا را نازله کړم، ترڅو چې بابليانو هغه قبضه کړے نۀ وى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو د دې ځائ په حقله وايئ چې، دا ځائ خو د صحرا په شان دے چې په کښې نه انسان او نه ځناور شته. خو د يهوداه ښارونه او د يروشلم کوڅې خالى دى کومې چې په ميرو بدلې شوې چې نۀ په کښې انسان او نۀ په کښې ځناور شته، نو يو ځل بيا به هلته،


مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“


د ښار خلق چې د فوجيانو د آسونو او د غشو ليندو شور او درزار واورى نو تښتى. او هر يو کس ځنګلونو او غرونو ته پناه وړى او هر يو ښار به خالى شى او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.


”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، تاسو هغه تباهى په خپله وليده چې کومه ما په يروشلم او د يهوداه په نورو ټولو ښارونو باندې راوستله. او نن دا شاړ او تباه شوى پراتۀ دى،


د دُنيا بادشاه د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى چې، يو کس څوک چې د مِصر خلاف راروان دے هغه لکه څنګه چې د تبور غر لوړ دے، او لکه څنګه چې د کرمل غر د سمندر په غاړه لوړ دے.


لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ ادوميان د هغوئ د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښې مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.


نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.


”بنى اِسرائيل د ګډو د هغه خورې ورې شوې رمې په شان دے چې زمرو په مخه کړې وى. په اول ځل چې چا تېر کړل هغه د اسور بادشاه وو، په آخر کښې چا چې د هغۀ هډُوکى مات کړل هغه نبوکدنضر د بابل بادشاه وو.


لکه څنګه چې يو زمرے د اُردن د جاړو بوټو نه د څرن زمکې ته راځى او په ګډو ورټوپ کوى، نو دغه شان به زۀ د بابل خلق د خپل مُلک نه وشړم، او زۀ به د خپلې خوښى مشر په کښې مقرر کړم. نو هغه به په دوئ حکومت وکړى. څوک زما په شان کېدلے شى؟ او يو مشر به هم زما خلاف ونۀ دريږى.


واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.


د خلقو آباد ښارونه به برباد او زمکې به ويجاړې شى. نو بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.“


زۀ به خپل غضب په تاسو نازل کړم او د خپلې غصې اور له به ستاسو خلاف پوکے ورکړم، زۀ به تاسو قاتلانو او هغه کسانو ته حواله کړم چې په تباهۍ کښې ماهر وى.


”اے بنى آدمه، د مِصر د بادشاه فِرعون په حقله د غم مرثيه ووايه او هغۀ ته ووايه، تۀ د مُلکونو په مينځ کښې لکه د زمرى په شان وې، خو په حقيقت کښې تۀ لکه د سمندر د اژدها په شان يې چې په خپلو نِهرونو کښې ګرځې راګرځې او په خپلو پښو سره اوبۀ تاووې او نِهرونه خړوې.


هغۀ، هغۀ له ډېر اوچت مقام ورکړے وو نو په دې وجه د ټولو خلقو د ټولو قومونو، او ټولو ژبو خلق د هغۀ په وړاندې د يرې نه ريږدېدل. څوک به چې هغۀ مړ کول غوښتل نو مړ به يې کړو، څوک به يې چې ژوندے پرېښودل غوښتل نو هغه به يې ژوندے پرېښودو، او چا ته به يې چې ترقى ورکول غوښتل نو هغۀ له به يې ترقى ورکړه، او څوک به يې چې عاجز کول غوښتل هغه به يې عاجز کړو.


اولنے د زمرى په شان وو، او د باز غوندې وزرې يې وې. ما تر هغې پورې ورته کتل ترڅو چې يې وزرې پرې کړے شوې او ودرولے شو او بيا دا لکه د انسان په شان په زمکه په دوو پښو ودرېدلو، او انسانى سوچ ورته ورکړے شو.


زۀ به ستاسو د ښارونو نه کنډرې جوړې کړم، ستاسو د عبادت ځايونه به تباه کړم او ستاسو قربانۍ به قبولې نۀ کړم.


زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan