Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 4:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 د ښار خلق چې د فوجيانو د آسونو او د غشو ليندو شور او درزار واورى نو تښتى. او هر يو کس ځنګلونو او غرونو ته پناه وړى او هر يو ښار به خالى شى او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 4:29
14 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ د اسور فوجى مشران ولېږل چې په يهوداه باندې حمله وکړى. او هغوئ منسى ونيولو، کُنډې يې ورته واچولې او په زنځيرونو باندې يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.


کۀ ستاسو د دشمن يو فوجى دهمکى درکړى نو ستاسو زر کسان به منډې وهى، او کۀ پينځۀ سپاهيان دهمکى درکړى نو دا به ستاسو ټولو زغلولو دپاره کافى وى. او کۀ په آخر کښې څوک پاتې شى نو هغوئ به د غرۀ په سر باندې د جنډې د يو لرګى په شان يواځې وى.


تر هغې چې مالِک خُدائ هغوئ تر لرې لرې پورې وزغلوى او ټول مُلک يې خوشے پاتې شى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”بلکې زۀ به اوس ډېر ماهيګر درولېږم چې هغوئ به دوئ راونيسى. او د دې نه وروستو به زۀ ډېر ښکاريان درولېږم او دوئ به هغوئ په هر يو غر، غونډۍ او د ګټانو د غارونو نه ښکار کړى.


د ځنګل د زمرى په شان د قومونو سخت او تباه کوونکے دشمن د خپل غار نه راووتو، هغه د خپل ځائ نه راروان دے چې ستاسو زمکه تباه کړى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ کړى او هغه به خالى پاتې شى.


بيا د ښار د دېوال يوه حِصه راوغورزولے شوه او ټول فوجيان وتښتېدل. خو دا چې بابليانو ښار محاصره کړے وو، نو هغوئ د شپې د تيارې انتظار کولو. نو بيا هغوئ د بادشاه د باغ وروستو دوو دېوالونو په مينځ کښې دروازې نه وتښتېدل او د اُردن وادۍ طرف ته يې مخه وتړله.


هغوئ په ليندو او نېزو سره سمبال دى، هغوئ ټول ظالمان او بې‌رحمه دى. ټول جنګيالى يې په آسونو سوارۀ او په جنګى صف بندۍ کښې راروان دى او د هغوئ شور لکه د غضبناک سمندر په شان دے او په تا، صيون لورې، د حملې کولو دپاره تيار دى.“


ما وليدل چې مالِک خُدائ د قربان‌ګاه سره ولاړ وو. او هغۀ وفرمائيل چې، ”د عبادتګاه د ستنو پاس سرونه ووهئ چې بنيادونه يې ولړزيږى. د خلقو په سرونو يې ښکته راوغورزوئ، څوک چې ژوندى پاتې شى هغوئ به زۀ په تُوره مړۀ کړم. يو به هم ونۀ تښتى، او هيڅ څوک به پاتې نۀ شى.


بيا به هغوئ غرونو ته وائى چې په مونږ راورغړئ. او غونډو ته به وائى چې مونږ پټ کړئ.


کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې حالات نازک دى او د هغوئ لښکر د سختۍ سره مخ دے، نو هغوئ د ګټو په غارونو او سورو کښې، ونو بوټو او په کُوهو کښې پټ شول،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan