نو په دې وجه به د هغوئ مُلک په بيابان بدل کړے شى او نورو ته به د خندا ذريعه وګرځى. څوک هم چې په دې لاره تېريږى نو هغوئ به حق حيران شى او د يهوداه په حالت به يې د يرې نه وېښتۀ نيغ ودريږى.
نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. او زۀ به هغه ټول قومونه مکمل تباه کړم چرته چې ما تاسو خوارۀ وارۀ کړى وئ، خو زۀ به تاسو په مکمل توګه نۀ تباه کوم. زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بېسزا نۀ پرېږدم.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”زۀ به د يروشلم نه د خاورو ډېرے، او د ګيدړانو غار جوړ کړم. او د يهوداه ښارونه به وران او خاموشه کړم، نو هيڅوک به هلته کښې نۀ اوسيږى.
زۀ به د دې مُلک نه صحرا او بيابان جوړ کړم، او د هغۀ مغرورانه طاقت به ختم کړم، او د بنى اِسرائيلو غرونه به په شاړو بدل کړم چې هيڅ څوک هم په هغې تېرېدے نۀ شى.
او زۀ به خپل لاس د هغوئ په خلاف وراوږد کړم او د هغوئ مُلک به د بيابان نه واخله تر دبله پورې خراب او خاموشه کړم چرته چې هغوئ اوسيږى. نو بيا به هغوئ په دې باندې پوهه شى چې زۀ مالِک خُدائ يم.“