26 ما هغه زرخيزه پټى وليدل چې په شاړو بدل شوى وُو. او ښارونه وران ويجاړ شوى وُو، چې د مالِک خُدائ په يروونکې غصې سره چخڼى شوى وُو.
زرخيزه زمکه يې په مالګينه زمکه بدله کړه، د هغوئ د بدو عملونو په وجه څوک چې هلته په کښې اوسېدل.
صرف ستا نه يرېدل په کار دى، کله چې تۀ په قهر يې څوک ستا په وړاندې ودرېدے شى؟
زما خلقو غنم وکَرل، خو تش ازغى يې ورېبل، هغوئ ډېر محنت وکړو خو هيڅ فائده يې حاصله نۀ کړه. ځکه د مالِک خُدائ د سختې غصې په وجه، هغوئ صرف د رُسوايۍ او شرم فصل ورېبلو.“
دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“
دا ټول مُلک به په شاړو او خرابو باندې بدل شى، او دا قومونه به د اويا کالونو دپاره د بابل د بادشاه خِدمت کوى.
زۀ به د يهوداه په ښارونو او د يروشلم په کوڅو کښې د خندا خوشحالۍ آوازونه ختم کړم. د ناوې او زلمى آوازونه به نور په دې ښارونو کښې نۀ اورېدلے کيږى. ځکه چې دا مُلک به وران ويجاړ وى.“
زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“
مالِک خپله قربانګاه سپکه کړه، او خپل مقدس مقام يې پرېښودلو. هغۀ د دشمن لاسونو ته د خپل محلونو دېوالونه حواله کړل. دشمن د مالِک خُدائ په کور کښې چغې کړې لکه څنګه چې د اختر په ورځ خلق کوى.
زۀ به ستاسو د ښارونو نه کنډرې جوړې کړم، ستاسو د عبادت ځايونه به تباه کړم او ستاسو قربانۍ به قبولې نۀ کړم.
نو ځکه ستاسو په وجه، صيون به لکه د پټى غوندې يوه کړے شى، يروشلم نه به د کنډر يو ډېرے جوړ شى، او د خُدائ پاک د کور په غر به ګڼ ځنګل وشى.
د مالِک خُدائ د غضب په ورځ به نۀ د هغوئ سپين زر او نۀ به د هغوئ سرۀ زر هغوئ ته خلاصون ورکولے شى. د هغۀ د غېرت په اور به ټوله دُنيا وسوزيږى ځکه چې هغه به ناګهانه د هغوئ ټولو خاتمه راولى څوک چې د زمکې په مخ باندې اوسيږى.“