25 ما هرې خوا ته وليدل خو څوک هم راته ښکاره نۀ شو، او ټول مارغان هم تښتېدلى وُو.
دا زمکه به تر کومې پورې ماتم کوى او په پټو کښې به يې ګياه اوچيږى؟ څوک چې په دې مُلک کښې اوسيږى نو د هغوئ د بدعملۍ په وجه مارغان او ځناور تباه شوى دى، او هم په دې وجه خلق دا وائى چې، ”خُدائ به هم حيران وى چې مونږ سره به څۀ کيږى.“
زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”آيا زۀ دوئ ته د دې بدو کارونو سزا ورنۀ کړم څۀ؟ آيا د داسې قوم نه بدله خپله وانۀ خلم څۀ؟
د سمندر کبان، د هوا مارغان، د صحرا ځناور، هر يو مخلوق کوم چې په زمکه باندې ګرځى، او د زمکې په مخ باندې ټول انسانان به زما په حضور کښې ولړزيږى. غرونه به اولټه شى، د غرونو څوکې به راونړيږى او هر يو دېوال به په زمکه راپرېوځى.
او په دې وجه مُلک غمژن دے، او د دې اوسېدونکى به مرګى حال شى. ځنګلى ځناور، مارغان تر دې چې کبان هم مړۀ کيږى.