23 ما په زمکه باندې نظر واچولو زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو، او چې آسمان ته مې وکتل نو هلته هم رڼا نۀ وه.
زمکه خالى وه او هيڅ په کښې نۀ وُو. سمندر هر څۀ ګېر کړى وُو. او هر څيز په توره تيارۀ کښې پټ وو او د خُدائ پاک روح په اوبو حرکت کولو.
ټول ستورى او د ستورو قبيلې به ځلېدل بس کړى، نمر چې راخېژى نو دا به تور وى او د سپوږمۍ رڼا به ختمه شى.
په دغه ورځ به هغوئ په خپل دشمن باندې وغړمبيږى داسې لکه چې د سمندر چپې شور کوى. کۀ څوک هغه مُلک ته وګورى نو صرف تيارې او مصيبتونه به ورته ښکارى. او د وريځې د خورېدو په وجه به رڼا په تيارې بدله شى.
اے آسمانونو تاسو خوف زده شئ او پرېشانه شئ،“ مالِک خُدائ فرمائى،
زۀ به د غرونو دپاره ژړا وکړم، او د بيابان د څرن په ځايونو به د غم سندرې ووايم. ځکه چې څوک هم په هغې تګ راتګ نۀ کوى، او ټول شينکے سوزېدلے او اوچ شوے دے او د رمو آوازونه په کښې نۀ اورېدلے کيږى. د هوا مارغان او ځنګلى ځناور ټول ترې نه تښتېدلى دى.“
هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه.
هغوئ چې وړاندې ځى زمکه خوځيږى، آسمان لړزيږى، نمر او سپوږمۍ تيارۀ شى، او ستورى نور نۀ ځليږى.
مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، ”په هغه ورځ به زۀ نمر په نيمه ورځ ښکته کړم او په زمکه به په رڼا ورځ تيارۀ راولم.
په هغه ورځ به نۀ رڼا او نۀ يخ او نۀ کنګل وى.
او هر کله چې د دغه ورځو تنګسيا تيره شى نو ”سمدستى به نمر تور شى او د سپوږمۍ رڼا به ورکه شى، ستورى به د آسمان نه راپرېوځى او آسمانى طاقتونه به ولړزولے شى.“
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
بيا ما يو لوئ سپين تخت وليدو چې يو کس چې پرې ناست وو، د هغۀ د حضور نه زمکه او آسمان وتښتېدل او غېب شول.