نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى.
مالِک خُدائ فرمائى، اے اِسرائيله، زۀ به د لرې ځائ نه ستا خلاف يو زورَور او پخوانے قوم راولېږم چې په تا حمله وکړى چې تۀ يې په ژبه او خبرو باندې نۀ پوهېږې.
نو په دې وجه به د ځنګل نه زمرے راشى او دوئ به وخورى، او د دشتو نه به ليوۀ راشى او دوئ به برباد کړى، او پړانګ به ورته پټ کښېنى ترڅو چې څوک هم د ښار نه رابهر شى نو هغه به ټوټې ټوټې کړى. ځکه چې هغوئ غټ سرکشه دى او په څو ځله مرتد شوى دى.
نو د هغۀ په ښى لاس کښې به فال د يروشلم دپاره راشى، چرته چې به هغه د دېوالونو غورزولو مشين ولګوى، هغه به د قتل و غارت حکم ورکړى، او د جنګ آوازونه به وکړى، او د دروازو خلاف به د ماتولو مشينرى ولګوى، حصارونه به جوړ کړى او د محاصره کولو دپاره به د خاورو ډېرى جوړ کړى.