15 يو آواز د دان نه د بد خبر اعلان کوى او د اِفرائيم د غونډو نه د افت راتلو خبردارے ورکوى.
د هغوئ قدمونه څومره ښکلې دى چې په غرونو باندې روان دى او زېرے راوړى. ځکه چې هغه به د امن و امان پېغام او د خلاصون اعلان کوى، او صيون ته به وائى، ”ستا خُدائ پاک بادشاه دے.“
غوږ ونيسئ، د شمال د خوا نه د غټ لښکر د راتلو يروونکے شور اورېدے کيږى. د يهوداه ښارونه به تباه او برباد شى او د ګيدړانو غار به ترې نه جوړ شى.
اے د بنيامين خلقو، د خپل ځان د بچ کېدو دپاره منډه کړئ او د يروشلم نه وتښتئ. په تقوع کښې بيګل وغږوئ او په بيتهکرم کښې د خطرې اعلان وکړئ. ځکه چې د شمال طرف نه لوئ افت او بربادى راروانه ده.
واورئ. زمونږ د دشمن د آسونو شڼېدل د دان د ښار نه اورېدلے کيږى. او د هغوئ د آسونو د هڼېدلو نه ټوله زمکه په لړزېدو ده. هغوئ د دې دپاره راغلى دى چې دا مُلک او هر څۀ چې په کښې دى تباه کړى، ښارونه او هر څوک چې په کښې اوسيږى تېر کړى.“
يشوَع ورته وفرمائيل، ”کۀ تاسو ډېر زيات يئ او د اِفرائيم د غرونو مُلک ستاسو دپاره کافى نۀ وى، نو بيا ځنګلو ته لاړ شئ او د فرزيانو او رفائيم په مُلک کښې د خپلو ځانونو دپاره زمکه صفا کړئ.“
نو هغوئ د اُردن نمرپرېواتۀ طرف ته د نفتالى غرونو په مُلک کښې د ګليل قادِس خوښ کړو، د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې شِکم، او د يهوداه غرونو په مُلک کښې يې حبرون خوښ کړو.
هغوئ د دې نوم د ليس نه دان ته بدل کړو، دان د هغوئ پلار نيکۀ او د يعقوب زوئ وو.
بيا په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې تر بيرسبع پورې، هم داسې نمرخاتۀ طرف ته د جِلعاد د مُلک ټول بنى اِسرائيل راووتل. قوم د يو تن په شان په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې راغونډ شو.