14 اے يروشلمه، خپل زړۀ د ګناه او شرارت نه ووينځه، نو دغه شان به تۀ خلاصون حاصل کړئ. ترڅو پورې به تۀ په خپل زړۀ کښې د ګناه سوچونه کوې؟
زۀ دوه مخيزه سړى نه کرکه کومه خو زۀ ستا قانون سره مينه کومه
ټول ګناهونه زما ووينځه، او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.
کۀ زما په زړۀ کښې د ګناه دپاره ځائ وو، نو مالِک خُدائ به زما سوال اورېدلے نۀ وو.
”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بېوقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟
بدعمله خلق دې خپلې د ژوند طريقې بدلې کړى او شرپسند دې خپل خيالونه بدل کړى. او هغوئ دې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى، نو هغه رحم کوونکے دے او کولاو زړۀ سره معاف کوى.“
ما ستاسو زناکارى او د نفس خواهشات، ما ستاسو په بېشرمۍ سره د بُتانو عبادت په لوړو او ژورو باندې وليدلو. په تاسو دې افسوس وى، اے يروشلمه. ترڅو پورې به تاسو داسې حرام کاره او ناپاکه يئ؟
مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د يهوداه د خلقو ګناه د اوسپنې په قلم چې نوکه يې د هيرې ده، ستاسو د کاڼو نه په سختو زړُونو نقش شوې ده او ستاسو د قربانګاه په ګوټونو ليکلې شوې ده.
نو اوس زما د طرفه د يهوداه او يروشلم خلقو ته ووايه چې مالِک خُدائ فرمائى چې ګورئ، زۀ په تاسو د افت راوستلو تيارے کوم او ستاسو خلاف منصوبه جوړوم. نو هر يو دې د خپلو بدو طريقو نه راواوړى، او هغه څۀ دې کوى کوم چې ښۀ وى.
کۀ څۀ هم تاسو خپل ځان په سوډا او ډېر صابون باندې ووينځئ، خو بيا هم ستاسو د ګناه داغونه زما په وړاندې دى.“ دا د قادر مطلق خُدائ وينا ده.
اے د دُنيا قومونو غوږ شئ، زۀ په دې خلقو افت راولم، کوم چې د دوئ د خپلو منصوبو مېوه ده، ځکه چې دوئ زما کلام ته توجو ورنۀ کړه او زما شريعت يې رد کړو.
خپلو ټولو ګناهونو ته شا کړئ کوم چې تاسو کړى دى، او په خپل ځان کښې نوے زړۀ او نوے روح پېدا کړئ. تاسو ولې مړ کېدل غواړئ، اے د بنى اِسرائيل قومه؟
د خپل ګاونډى خلاف خرابې منصوبې مۀ جوړَوئ، او د دروغو قسمونو خوړلو سره مينه مۀ کوئ. زۀ د دې ټولو څيزونو نه نفرت کوم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
يا خو ونه او د هغې مېوه ښۀ وګڼئ او يا ونه او د هغې مېوه بده وګڼئ، ځکه چې تاسو ونه د هغې په مېوه پېژندلے شئ.
خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل، ”تاسو فريسيان خو د کنډول او رکېبۍ بهر مخ وينځئ خو دننه تاسو د حرص او بدکارۍ نه ډک کړى وى.
شمعون پطروس هغۀ ته ووئيل، ”بيا نو مالِکه، نۀ يواځې زما پښې بلکې لاسونه او سر مې هم ووينځه.“
د دې بدو نه توبه وباسه او د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه ستا چې کوم نيت دے شايد چې هغه يې درته معاف کړى.
اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو.
او بيا ليکلے شوى دى چې، ”مالِک خُدائ د هوښيارانو په خيالونو پوهه دے چې باطل دى.“
تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.