تاسو به دا هوا ته وُلئ، باد به دا اخوا وړى، او طوفان به يې خوارۀ وارۀ کوى. نو بيا به تاسو خوشحاله يئ ځکه چې زۀ ستاسو مالِک خُدائ يم، تاسو به زما ثناء صِفت کوئ، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم.
کۀ څۀ هم چې دا بل ځائ وکرلے شى، ولې دا به کامياب شى څۀ؟ ولې دا به بلکل اوچ نۀ شى کله چې د مشرق بادونه دا ووهى؟ دا به په هغه پټى کښې اوچ نۀ شى چرته چې را لوئ شوے وو؟“
خو په غصه کښې دا د جرړو نه راوويستلے شوه او په زمکه وغورزولے شوه. د مشرق هواګانو دا مړاوې کړه، دا د مېوو نه خالى شوه، د دې مضبوطې څانګې وچې شوې، او اور هغه وسوزولې.
کۀ څۀ هم بنى اِسرائيل د لوخو د پاڼو په شان راشنۀ کيږى، نو زۀ به نمرخاتۀ طرف نه يوه ګرمه هوا راولېږم او هغه هوا به د هغوئ کوهى او چينې اوچې کړى. دا به د ځان سره ټول قيمتى څيزونه يوسى.