ما اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج قسم خوړلے دے چې، ”يقيناً چې د ډېرو کورونو نه به کنډرې جوړې شى، او په دې غټو او ښائسته کورونو کښې به هيڅوک نۀ اوسيږى.
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د بابل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به هغوئ ته حُکم ورکړم او بيا به زۀ هغوئ واپس دې ښار ته راولم. هغوئ به ستاسو خلاف جنګ وکړى او هغوئ به دا ښار قبضه کړى او وبه يې سوزوى. او زۀ به د يهوداه ښارونه وران او تباه کړم نو بيا به څوک هم هلته نۀ اوسيږى.“
تر دې چې کۀ تاسو د بابليانو ټولو لښکرو ته په جنګ کښې شکست هم ورکړئ او د هغوئ په خېمو کښې صرف هغه زخميان سړى وُو چې د جنګ نه ژوندى پاتې شوى وُو، نو هغوئ به راپاڅى او دا ښار به ټول وسوزوى.“
خو کۀ تاسو د خپل ځان د حواله کېدو نه اِنکار وکړئ، نو دا ښار به بابليانو ته حواله کړے شى، او هغوئ به دا ښار د سر نه تر آخره پورې وسوزوى. او تاسو به ترې نۀ شئ تښتېدلے.“
نو په دې وجه قادر مطلق خُدائ فرمائى، زما د قهر او غصې اور به د دې ځائ په انسانانو، ځناورو، او د مېدان په ونو او د زمکې په فصلونو نازل کړم. او هر څۀ به وسوزى او څوک به هم دا اور نۀ شى مړ کولے.“