Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 39:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 بيا هغوئ د صدقياه سترګې راوويستلې او هغه يې د پيتلو په زنځيرونو وتړلو او بابل ته يې بندى بوتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 39:7
10 Iomraidhean Croise  

نو د صدقياه په مخکښې د هغۀ دوه زامن ووژلے شول، نبوکدنضر د صدقياه نه سترګې وويستلې، هغه يې د زېړو په هتکړو کښې وتړلو او بابل ته يې بوتلو.


زۀ به ستا اصُول منم، په پوره توګه ما رد نۀ کړې.


ځکه مالِک خُدائ په خپله دا فرمائى چې، زۀ به په تا او ستا په دوستانو باندې دهشت راولم، او تۀ به په خپلو سترګو سره د هغوئ وژل د دشمنانو د لاسه ووينې. زۀ به د يهوداه ټول خلق د بابل بادشاه ته حواله کړم، څوک چې به د هغوئ نه ځينې بابل ته قېديان بوځى او ځينې به په تُوره قتل کړى.


تۀ به د هغۀ د ګرفتارى نه ونۀ تښتې بلکې په يقين سره به تۀ ګرفتار شې او هغۀ ته به حواله کړے شې. تۀ به د بابل بادشاه په خپلو سترګو ووينې، او هغه به تا سره مخامخ خبرې وکړى. او هغه به تا بابل ته جلاوطن کړى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، لکه څنګه چې ما د يهوداه بادشاه صدقياه د بابل بادشاه نبوکدنضر ته حواله کړو، دغه شان به زۀ د فِرعون حفرع د مِصر بادشاه هم د هغۀ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د دۀ مرګ پسې ګرځى.“


نو هغوئ د صدقياه سترګې وويستلې، د پيتلو په زنځيرونو يې وتړلو او بابل ته يې بوتلو چرته چې هغه د خپل مرګ تر وخته پورې هلته پروت وو.


نو زۀ به خپل جال هغۀ ته خور کړم، او هغه به زما په جال کښې راګېر شى، زۀ به هغه بابل ته د کلدانيانو مُلک ته راولم، خو هغه به يې ونۀ وينى، او هلته به هغه مړ شى.


فلستيانو هغه ونيولو او سترګې يې ترې نه وويستلې. هغه يې غزه ته بوتلو او د زېړو په زنځيرونو باندې يې وتړلو او په قېد کښې ترې نه د مېچنې د تاوولو کار اخستلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan