Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 39:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 د يروشلم د نيولو نه وروستو، د بابل د بادشاه ټول فوجى آفسران د ښار د مينځنۍ دروازې سره خپله ډېره واچوله چې په هغوئ کښې نرګل‌شراضر د سمګر، او نيبو‌سرسکيم سر لښکر، او نرګل‌شراضر د بادشاه مشاور، او نور ټول آفسران شامل وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 39:3
6 Iomraidhean Croise  

د بابل خلقو د سُکات بنات بُتان جوړ کړل، د کُوت خلقو، د نيرګل بُتان، د حمات خلقو، د اسيما بُتان،


نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى.


مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائى چې، زۀ به ستاسو د جنګ وسله کومه چې ستاسو په لاس کښې ده بې‌کاره کړم او ستاسو خلاف به يې استعمال کړم، کومه چې تاسو د جنګ دپاره د بابل د بادشاه او د بابل د خلقو خلاف به استعمالوئ څوک چې د دېوال نه اخوا دى او په تاسو حمله کوى. نو په حقيقت کښې به زۀ ستاسو دشمنان د دې ښار زړۀ ته راولم.


نو په هغه وخت کښې بيا يرمياه صدقياه د يهوداه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې فرمائى چې، کۀ چرې تاسو خپل ځان د بابل آفسرانو ته حواله کړئ، تاسو او ستاسو خاندان به ژوندى پاتې شئ، او دا ښار به د سوزېدو نه بچ شى.


نو نبوزردان فوجى کمانډر، نبو‌شازبان مشر آفسر، نرګل‌شراضر د بادشاه مشاور، او د بابل بادشاه نورو ټولو آفسرانو


د هغوئ آسونه به دومره زيات وى چې په خپلو دوړو کښې به تا پټ کړى. او د جنګى آسونو د شور نه به ستا دېوالونه په لړزان شى، د هغې بګۍ او جنګى ګاډۍ چې کله ستا د ښار دروازې ته درننوځى دا به د هغه ښار په شان وى د چا دېوالونه چې د مخکښې نه وران شوى وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan