يرمياه 39:16 - Pakistani Yousafzai Pashto16 ”لاړ شئ او د ايتهوپيا عبيدمَلِک ته ووايئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ښار سره هر هغه څۀ وکړم لکه څنګه چې ما هغوئ ته دهمکى ورکړې ده. زۀ به په هغوئ باندې افتونه نازل کړم، نه چې آبادى. تۀ به د هغوئ تباهى وګورې، Faic an caibideil |
”د مورشيت ميکاه نبى چې د حزقياه د بادشاهت په ورځو کښې د يهوداه بادشاه وو، پېشګوئې وکړه. هغۀ د يهوداه ټولو خلقو ته وفرمائيل، دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، صيون به لکه د پټې په شان په يوې واړولے شى، د يروشلم نه به د خاورو ډېرے جوړ شى، او په اوچتو غونډو چرته چې د خُدائ کور دے په هغې کښې به جاړې بوټى راشنۀ شى.
خو هر څۀ چې ما د خپلو خِدمتګارانو پېغمبرانو په وسيله ستاسو پلار نيکۀ ته وفرمائيل، هم هغه شان وشُو لکه څنګه چې ما حکم ورکړے وو. نو بيا هغوئ توبه وويسته او وې وئيل، مالِک خُدائ ربُ الافواج مونږ سره هغه څۀ وکړل د کوم چې زمونږ طريقې او عملونه حقدار وُو، هغۀ مونږ سره هغه څۀ وکړل د څۀ کولو چې هغۀ اراده کړې وه.“