10 خو نبوزردان لږ څۀ غريبانان خلق په يهوداه کښې پرېښودل چا چې زمکه نۀ لرله، او هغۀ هغوئ ته پټى او د انګورو باغونه په حواله کړل چې د هغې خيال ساتى.
خو هغۀ په يهوداه کښې سخت مسکينان خلق پرېښودل، چې د انګور په باغونو او پټو کښې کَرل رېبل کوى.
په هغه وخت چې کوم يو کس سره يوه سخۍ او يو دوه ګډې چېلۍ پاتې وى نو هغه به خوش قسمته وى.
زۀ به په خپله په مصفاه کښې اوسېږم او کله چې د بابليانو وفد دلته راشى نو زۀ به ستاسو د طرف نه نمائنده يم. خو په دې وخت کښې تاسو انګور، او د ګرمۍ مېوې، او د زيتُونو تېل په چاټو کښې جمع کړئ، او په کومو ښارونو مو چې قبضه کړې ده په هغوئ کښې اوسېږئ.“
د يهوداه څۀ فوجى آفسران چې په کلى والو علاقو کښې پټ شوى وُو، هغوئ دا واورېدل چې په يهوداه کښې جدلياه د اخيقام زوئ په غريبانانو خلقو باندې د بابل بادشاه حکمران مقرر کړے دے. په هغوئ کښې نارينه، زنانه، او ماشومان شامل دى څوک چې بابل ته جلاوطن کړے شوى نۀ وُو او په يهوداه کښې پاتې وُو.
او په هغوئ کښې نارينه، زنانه، ماشومان، د بادشاه لوڼه، او ټول هغه خلق شامل وُو چې نبوزردان د محافظانو آفسر جدلياه ته سپارلى وُو. په دوئ کښې يرمياه پېغمبر او باروک هم شامل وُو.
خو نبوزردان څۀ غريبانان خلق په مُلک کښې پرېښودل کوم چې بلکل غريبانان وُو ترڅو هغوئ د انګورو په باغونو او پټو کښې کار وکړى.
”اے بنى آدمه، کوم خلق چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې په دې شاړو او کنډراتو کښې اوسيږى نو هغوئ وائى چې، اِبراهيم صرف يو سړے وو، خو بيا هم هغۀ دا زمکه حاصله کړه. بلکې مونږ ډېر يُو، په يقين سره مونږ ته دا زمکه لکه زمونږ د خپل ملکيت په شان راکړے شوې وه.
نو ما د هغه ګډو شپونتوب وکړو چې د حلالولو دپاره نښه کړے شوى دى، په خاص طور مظلومې ګډې. بيا ما دوه چوکې واخستې چې يوه ”فضل“ او بله ”اتفاق“ بلل کېده، او ما پرې د ګډو شپونتوب وکړو.