Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 38:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 صدقياه بادشاه ورته په جواب کښې ووئيل چې، ”صحيح ده، هغه اوس ستاسو په لاس کښې دے. زۀ تاسو نۀ شم منع کولے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 38:5
10 Iomraidhean Croise  

خو داؤد ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”ستاسو نه چا مشوره غوښتې ده؟ تاسو نن زما دشمنان شوى يئ؟ زۀ اوس هغه څوک يم چې د بنى اِسرائيلو بادشاه يم او نن به يو بنى اِسرائيلے هم نۀ شى وژلے.“


اګر چې زۀ بيا هم هغه بادشاه يم چې خُدائ پاک خوښ کړے يم، نن زۀ خپل ځان کمزورے ګڼم او د ضروياه دا زامن قابو کولے نۀ شم. مالِک خُدائ دې، دې مجرمانو له سزا ورکړى لکه چې څنګه دوئ د سزا حقدار دى.“


څوک چې د انسان نه يريږى هغه به په دام کښې ګېر شى، خو چې څوک په مالِک خُدائ توکل کوى هغوئ به په امن و امان شى.


ترڅو پورې چې زما خبره ده، زۀ خو ستاسو په قبضه کښې يم، څۀ چې تاسو ته ښۀ او صحيح ښکارى هم هغه ما سره وکړئ.


نو څۀ موده پس صدقياه بادشاه څوک ورولېږلو او يرمياه يې خپل محل ته راوغوښتلو، او هغۀ نه يې په راز کښې تپوس وکړو چې، ”د مالِک خُدائ د طرف نه څۀ پېغام شته څۀ؟“ يرمياه جواب ورکړو چې، ”آو، تۀ به د بابل بادشاه ته په حواله کړے شې.“


نو بيا بادشاه حکم وکړو، او هغوئ دانيال راوستلو او هغه يې د زمرو په غار کښې وروغورزولو. بادشاه دانيال ته ووئيل چې، ”ستا خُدائ پاک د کوم چې تۀ په وفادارۍ خِدمت کوې، هغه دې تا له خلاصون درکړى.“


يو ګټ راوړلے شو او د غار په خولۀ کېښودے شو، او بادشاه پرې خپل مهر او د خپلو حاکمانو مهرونه يې پرې ولګول، د دې دپاره چې څوک دانيال بچ نۀ کړى.


ساؤل جواب ورکړو، ”آو، ما ګناه کړې ده. ما د مالِک خُدائ د حُکم او ستا د لارښودنو نافرمانى کړې ده. زۀ د خپلو سړو نه يرېدم او چې هغوئ څۀ غوښتل نو ما يې خبره منله.


اکيس ورته ووئيل، ”زۀ دا منم، زۀ تا د خُدائ پاک د فرښتې په شان وفادار ګڼم. خو هغه نورو بادشاهانو وئيلى دى چې تۀ زمونږ سره جنګ له نۀ شې تلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan