28 نو بيا يرمياه د دې نه وروستو د يروشلم د شکست پورې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
يرمياه چې لا د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند وو نو د مالِک خُدائ پېغام په دوېم ځل هغۀ ته راغلو،
نو اوس، بادشاه سلامته، زۀ تا ته سوال او مِنت کوم چې زما خبره واوره. ما د يونتن منشى کور ته واپس مۀ لېږه، ګنې زۀ به هلته مړ شم.“
نو صدقياه بادشاه حُکم وکړو چې يرمياه د يونتن منشى کور ته مۀ استوئ بلکې د هغې په ځائ يې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند کړئ. او بيا بادشاه دا حکم هم وکړو چې هره ورځ ورته د تنور يوه روټۍ تر هغه وخته پورې ورکوئ ترڅو چې په ټول ښار کښې يوه روټۍ هم وى. نو يرمياه بيا د فوجيانو چاوڼۍ کښې بند کړے شو.
او هغوئ هغه د ډيګۍ نه په پړو راوويستلو. او بيا يرمياه د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.
هم هغه شان وشول، لږ وخت تېر شوے نۀ وو چې د بادشاه ټول آفسران راغلل او د يرمياه نه يې تپوسونه شروع کړل چې بادشاه د څۀ دپاره راغوښتے وې. خو يرمياه د بادشاه په هداياتو عمل وکړو. خو د بادشاه او د يرمياه په مينځ کښې شوې خبرې هيچا هم نۀ وې اورېدلې.
نو نبوزردان فوجى کمانډر، نبوشازبان مشر آفسر، نرګلشراضر د بادشاه مشاور، او د بابل بادشاه نورو ټولو آفسرانو
حکم وکړو چې يرمياه د فوجيانو چاوڼۍ نه رابهر کړئ. هغوئ هغه جدلياه د اخيقام زوئ او د سافن نمسى ته وسپارلو، چا چې هغه خپل کور ته واپس بوتلو. نو بيا هغه په يهوداه کښې د خپلو خلقو سره پاتې شو.
په کوم وخت کښې چې يرمياه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو، نو د مالِک خُدائ کلام په هغۀ نازل شو چې،
تا ته پته ده د هغه سختۍ او تکليفونو يعنې هغه تکليفونه کوم چې په اَنطاکيه، اِکونيوم او په لستره کښې په ما راغلل خو مالِک زۀ د هغې ټولو نه بچ کړم.