Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 38:27 - Pakistani Yousafzai Pashto

27 هم هغه شان وشول، لږ وخت تېر شوے نۀ وو چې د بادشاه ټول آفسران راغلل او د يرمياه نه يې تپوسونه شروع کړل چې بادشاه د څۀ دپاره راغوښتے وې. خو يرمياه د بادشاه په هداياتو عمل وکړو. خو د بادشاه او د يرمياه په مينځ کښې شوې خبرې هيچا هم نۀ وې اورېدلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 38:27
7 Iomraidhean Croise  

بيا اليشع هغوئ له ورَغلو او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په غلطه لار روان يئ، دا هغه ښار نۀ دے کوم چې تاسو لټوئ. ما پسې راځئ او زۀ به مو هغه سړى له بوځم چې کوم تاسو لټوئ.“ نو هغۀ هغوئ سامريه ته بوتلل.


کۀ آفسرانو ته زما او ستا د ملاقات پته ولګى او راشى او ستا نه تپوس وکړى چې تاسو يو بل ته څۀ ووئيل نو مونږ ته سمه خبره وکړه او دروغ مۀ وايه ګنې مړ به دې کړُو،


نو بيا هغوئ ته ووايه چې ما بادشاه ته مِنت او زارى وکړه چې بيا مې د يونتن د کور تاخانې ته مۀ لېږه ګنې زۀ به هلته مړ شم.“


نو بيا يرمياه د دې نه وروستو د يروشلم د شکست پورې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.


بيا کله چې پولوس ته پته ولګېده چې په دوئ کښې يوه ډله د صدوقيانو ده او بله د فريسيانو نو هغۀ په جرګه کښې چغې کړې چې، ”اے زما وروڼو، زۀ يو فريسى يم او د فريسى زوئ يم. زما اُميد دے چې مړى به بيا راژوندى کيږى، نو په دې وجه زما تحقيقات کيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan