26 نو بيا هغوئ ته ووايه چې ما بادشاه ته مِنت او زارى وکړه چې بيا مې د يونتن د کور تاخانې ته مۀ لېږه ګنې زۀ به هلته مړ شم.“
هغۀ هتاک له د هغه فرمان يو نقل ورکړو چې کوم په سوسه کښې جارى شوے وو، چې په هغې کښې د يهوديانو د تباهۍ حُکم وو. مردکى هتاک ته ووئيل چې دا اِستَر له يوسه او اِستَر د حالاتو نه خبر کړه او هغې ته ووايه چې لاړه شى او بادشاه ته دا سوال زارى وکړى چې د هغې په خلقو رحم وکړى.
هغوئ يرمياه ته سخت غصه شول او وې وهلو او د يونتن منشى په کور کښې يې بند کړو، د کوم نه چې هغوئ جيل جوړ کړے وو.
نو اوس، بادشاه سلامته، زۀ تا ته سوال او مِنت کوم چې زما خبره واوره. ما د يونتن منشى کور ته واپس مۀ لېږه، ګنې زۀ به هلته مړ شم.“
هم هغه شان وشول، لږ وخت تېر شوے نۀ وو چې د بادشاه ټول آفسران راغلل او د يرمياه نه يې تپوسونه شروع کړل چې بادشاه د څۀ دپاره راغوښتے وې. خو يرمياه د بادشاه په هداياتو عمل وکړو. خو د بادشاه او د يرمياه په مينځ کښې شوې خبرې هيچا هم نۀ وې اورېدلې.
يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.