25 کۀ آفسرانو ته زما او ستا د ملاقات پته ولګى او راشى او ستا نه تپوس وکړى چې تاسو يو بل ته څۀ ووئيل نو مونږ ته سمه خبره وکړه او دروغ مۀ وايه ګنې مړ به دې کړُو،
بادشاه جواب ورکړو، ”زۀ ستا نه يو تپوس کوم او تۀ به ما ته رښتيا رښتيا وائې.“ هغې جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، څۀ چې وئيل غواړې نو هغه ووايه.“
نو بيا صدقياه يرمياه ته ووئيل چې، ”چا ته داسې ونۀ وائې چې تا ما ته دا خبره وکړه، ګنې تۀ به مړ شې.
هم هغه شان وشول، لږ وخت تېر شوے نۀ وو چې د بادشاه ټول آفسران راغلل او د يرمياه نه يې تپوسونه شروع کړل چې بادشاه د څۀ دپاره راغوښتے وې. خو يرمياه د بادشاه په هداياتو عمل وکړو. خو د بادشاه او د يرمياه په مينځ کښې شوې خبرې هيچا هم نۀ وې اورېدلې.