23 ستاسو ټولې ښځې او ماشومان به بابليانو ته بهر راوويستلے شى، او تۀ به هم د هغوئ د نيولو نه بچ نۀ شې. تاسو به د بابل د بادشاه له خوا ګرفتار شئ، او دا ښار به وسوزيږى.“
مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د بابل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“
صدقياه بادشاه به د بابليانو د لاس نه ونۀ تښتى، او هغه به په يقين سره د بابل بادشاه ته حواله کړے شى، او هغه به دۀ سره مخامخ خبرې وکړى او دے به يې په خپلو سترګو سره وګورى.
تۀ به د هغۀ د ګرفتارى نه ونۀ تښتې بلکې په يقين سره به تۀ ګرفتار شې او هغۀ ته به حواله کړے شې. تۀ به د بابل بادشاه په خپلو سترګو ووينې، او هغه به تا سره مخامخ خبرې وکړى. او هغه به تا بابل ته جلاوطن کړى.
خو کۀ تاسو د خپل ځان د حواله کېدو نه اِنکار وکړئ، نو دا ښار به بابليانو ته حواله کړے شى، او هغوئ به دا ښار د سر نه تر آخره پورې وسوزوى. او تاسو به ترې نۀ شئ تښتېدلے.“
او کۀ هغه نبى په پېشګويۍ ورکولو کښې دوکه شى او دروغ ووائى نو ما مالِک خُدائ هغه نبى له دوکه ورکړه، او زۀ به خپل لاس د هغۀ خلاف وراوږد کړم او هغه به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو نه نيست و نابود کړم.