Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 38:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 څومره ښځې چې په دې شاهى محل کښې ژوندۍ پاتې وى نو هغوئ به فوجيان د بابليانو آفسرانو ته ستاسو نه بوځى. نو بيا به د تلو په وخت دا ښځې تاسو ته داسې پېغور درکوى او درته به وائى چې، ”ستاسو څومره ښۀ دوستان وُو، ټولو تاسو سره دوکه وکړه او بې‌لارې يې کړئ. او کله چې ستا پښه په دلدل کښې کېښودے شوه نو بيا يې تۀ خپل نصيب ته پرېښودلې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 38:22
22 Iomraidhean Croise  

زما وروڼو، تاسو ما سره د خوړ په شان دوکه بازى کوئ، چې کله باران نۀ وى نو دا اوچ شى.


تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو، نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،


ما په خټو کښې د ډوبېدو نه بچ کړه، څوک چې رانه نفرت کوى د هغوئ نه ما بچ کړه، او د ژورو اوبو نه مې رابهر کړه.


زما د پښو دپاره کلکه زمکه نشته خټو کښې ډوبېږم په ژورو اوبو کښې سېلاب راګېر کړے يم ډوبېږم.


خو هر څوک چې په بُتانو ايمان لرى، او ورته وائى چې تاسو زمونږ خُدايان يئ، نو هغوئ به سخت وشرميږى او رد به کړے شى.“


تۀ به په هغه ورځ څۀ وائې کله چې مالِک خُدائ په تا هغه خلق حکمرانان مقرر کړى کوم خلق چې تا خپله ډله جوړه کړې وه؟ لکه څنګه چې د ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى نو تۀ به په دغه شان تکليف کښې شې.


ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“


د دروغژنو نبيانو خبرو ته غوږ مۀ نيسئ څوک چې تاسو ته وائى چې د بابل د بادشاه خِدمت به نۀ کوئ، ځکه چې هغوئ تاسو ته دروغ وائى.


مالِک خُدائ په خپله فرمائيلى دى چې، هغوئ ما نۀ دى درلېږلى. هغوئ زما په نوم د دروغو نبوت کوى. نو ځکه زۀ به تاسو د خپل مُلک نه وشړم، نو تاسو او هغه نبيان دواړه به هلاک شئ.“


خو صدقياه بادشاه يرمياه ته ووئيل چې، ”زۀ د خپل مُلک د هغه خلقو نه يرېږم چا چې غدارى وکړه او بابليانو له ورغلل، کېدے شى چې د بابل فوجيان ما هغوئ ته حواله کړى او بيا به هغوئ ما سره بد سلوک وکړى.“


خو کۀ چرې تاسو نۀ غواړئ چې خپل ځان هغوئ ته حواله کړئ نو بيا مالِک خُدائ ما ته دا موضوع په رويا کښې ښکاره کړې ده چې


بيا اِسمٰعيل د بادشاه لوڼه او هغه ټول کسان چې نبوزردان د فوج مشر په مصفاه کښې جدلياه ته پرېښى وُو هغوئ ټول يې ګېر کړل او ځان سره يې د عمون د علاقې په طرف روان کړل.


او په هغوئ کښې نارينه، زنانه، ماشومان، د بادشاه لوڼه، او ټول هغه خلق شامل وُو چې نبوزردان د محافظانو آفسر جدلياه ته سپارلى وُو. په دوئ کښې يرمياه پېغمبر او باروک هم شامل وُو.


د مِصر د کرايه فوجيان لکه د کمزورو سخو په شان دى. هغوئ به هم په يو ځائ راوګرځى او په شريکه به وتښتى، هغوئ به په خپل ځائ باندې ونۀ دريږى. ځکه چې په هغوئ د تباهۍ او افت ورځ راروانه ده، دا د هغوئ دپاره د سزا ورکولو ورځ ده.


خو زۀ څۀ ګورم؟ چې په مِصرى فوجيانو باندې د يرې نه دهشت راغلے دے او هغوئ د يرې نه لګيا دى په شا کيږى، د هغوئ فوجيانو شکست وخوړلو. او په وارخطايۍ سره په مخه تښتى او هغوئ وروستو نۀ ګورى، او د هرې خوا نه په هغوئ باندې يره خوره شوې ده، مالِک خُدائ داسې فرمائيلى دى.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د هغوئ کورونه او زمکې سره د هغوئ د ښځو نورو ته حواله کړم، ځکه چې زۀ به خپل لاس د دې مُلک د خلقو په خلاف وراوږد کړم.


نو په دې وجه به زۀ د هغوئ ښځې پردو سړو ته حواله کړم او زمکه او جائيداد به يې هم نورو خلقو له ورکړم. ځکه چې د ماشومانو نه واخله تر بوډاګانو پورې هر يو د ناجائزه ګټې په لالچ کښې دى، د ‎پېغمبر نه واخله تر اِمام پورې ټول دوکه ماران دى.


هغۀ بره د آسمان نه اور راولېږلو او هغه زما هډوکو ته ورکوز شو. هغۀ زما پښو ته جال وغوړولو او زۀ يې د تلو نه منع کړم. هغۀ زۀ ګنګس کړې پرېښودم او ټوله ورځ بيماره وم.


هغه ټوله شپه په سلګو او ژړا تېروى، او په مخ يې د اوښکو سېلابونه بهيږى. په ټولو عاشقانو کښې يې يو هم پاتې نۀ وو، چې ورله تسلى ورکړى. د هغې ټولو دوستانو د هغې سره بې‌وفائى کړې ده، او د هغې دشمنان جوړ شوى دى.


په صيون کښې د ښځو عزت لوټ شوے دے او د يهوداه په ښارونو کښې د پېغلو عزت لوټ شوے دے.


په خپل ګاونډى باور مۀ کوه، مۀ په خپل دوست اعتبار کوه. تر دې چې څوک ستا په غېږ کښې اودۀ کيږى هغې سره هم په خپلو خبرو کولو کښې خيال کوه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan