يرمياه 38:20 - Pakistani Yousafzai Pashto20 يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”هغوئ به تاسو چا ته نۀ حواله کوى کۀ چرې تۀ د مالِک خُدائ تابعدارى غوره کړې. هغه به ستا ژوند بچ کړى او تا ته به خير شى. Faic an caibideil |
په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“