Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 38:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 عبيدمَلِک يرمياه ته آواز ورکړو او ورته يې ووئيل چې، ”دا زړې کپړې او جامې په خپلو ترخونو کښې کېږده چې د راختو په وخت کښې دې پړے زخمى نۀ کړى.“ يرمياه هم هغه شان وکړل،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 38:12
6 Iomraidhean Croise  

نو عبيدمَلِک د ځان سره کسان واخستل او په شاهى محل کښې د خزانې نه لاندې کمرې ته لاړو او د خپل ځان سره يې څۀ زړې جامې چِرړې راواخستلې. او هغه يې يرمياه ته د پړى په ذريعه ډيګۍ ته ښکته کړې.


او هغوئ هغه د ډيګۍ نه په پړو راوويستلو. او بيا يرمياه د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.


خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو.


لکه د وروڼو د يو بل سره مينه کوئ او په عزت کولو کښې د يو بل نه مخکښې کېږئ.


څوک چې خوشحاله وى ورسره خوشحالى کوئ، څوک چې ژاړى ورسره ژړا کوئ.


نو د دې په ځائ په خپلو کښې په يو بل رحم کوئ او نرمى اختياروئ، او تاسو يو بل معاف کوئ، لکه څنګه چې خُدائ پاک په مسيح کښې تاسو معاف کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan