Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 38:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 نو عبيدمَلِک د ځان سره کسان واخستل او په شاهى محل کښې د خزانې نه لاندې کمرې ته لاړو او د خپل ځان سره يې څۀ زړې جامې چِرړې راواخستلې. او هغه يې يرمياه ته د پړى په ذريعه ډيګۍ ته ښکته کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 38:11
5 Iomraidhean Croise  

نو بادشاه عبيدمَلِک له حُکم ورکړو چې، ”د دې ځائ نه ځان سره دېرش سړى بوځه او يرمياه د مړ کېدو نه وړاندې د هغه ډيګۍ نه راوباسه.“


عبيدمَلِک يرمياه ته آواز ورکړو او ورته يې ووئيل چې، ”دا زړې کپړې او جامې په خپلو ترخونو کښې کېږده چې د راختو په وخت کښې دې پړے زخمى نۀ کړى.“ يرمياه هم هغه شان وکړل،


نو بيا هغوئ يرمياه ونيولو او په پړو يې د قېدخانې په دربار کښې ډيګۍ ته ورکوز کړو کوم چې د مُلکياه شهزاده ملکيت وو. نو په هغه ډيګۍ کښې اوبۀ نۀ وې، خو لاندې په بېخ کښې ډيرې بوختې وې او يرمياه په هغې کښې ډوب شو.


خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو.


هر څۀ چې د سپينو زرو، سرو زرو، زېړو يا د اوسپنې نه جوړ وى هغه به مالِک خُدائ ته وقف کړے شى. او هغه به د مالِک خُدائ په خزانه کښې کېښودے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan