Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 38:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو بادشاه عبيدمَلِک له حُکم ورکړو چې، ”د دې ځائ نه ځان سره دېرش سړى بوځه او يرمياه د مړ کېدو نه وړاندې د هغه ډيګۍ نه راوباسه.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 38:10
7 Iomraidhean Croise  

کله چې بادشاه وکتل چې مَلِکه اِستَر دننه په دربار کښې ولاړه وه، نو بادشاه په هغې باندې مِهربانه شو او هغۀ خپله د سرو زرو امسا وراوږده کړه. بيا اِستَر ورنزدې شوه او د امسا سر له يې لاس وروړو.


بيا اخسويرس بادشاه مَلِکه اِستَر او مردکى يهودى ته ووئيل، ”ګورئ، ما همان د يهوديانو خِلاف د منصوبې په وجه پهانسى کړے دے او ما اِستَر له د هغۀ جائيداد هم ورکړے دے.


مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ به د ټولو شريرانو ښکرونه مات کړم، خو د نېکانو ښکرونه به اوچت کړم.


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


نو عبيدمَلِک د ځان سره کسان واخستل او په شاهى محل کښې د خزانې نه لاندې کمرې ته لاړو او د خپل ځان سره يې څۀ زړې جامې چِرړې راواخستلې. او هغه يې يرمياه ته د پړى په ذريعه ډيګۍ ته ښکته کړې.


خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو.


”بادشاه سلامت، دې سړو ډېر زيات بد کار وکړو په دې چې هغوئ يرمياه نبى د اوبو په ډيګۍ کښې واچولو. هغه به ډېر زر د لوږې نه مړ شى، ځکه چې په ښار کښې روټۍ ختمه شوه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan