9 مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، خپل ځان ته دا دوکه مۀ ورکوئ چې ګنې د بابليانو فوج ستاسو نه لاړو او بيا به نۀ راځى، ځکه چې هغوئ به بيا واپس راځى.
هغوئ دې نور خپل ځان په فانى مالدارۍ باندې نۀ دوکه کوى، ځکه چې هغوئ به تش لاس پاتې شى.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو ته فرمائى چې، خبردار، ستاسو په مينځ کښې چې کوم نبيان او فالبين اوسيږى چې هغوئ تاسو دوکه نۀ کړى. د هغوئ خوبونو ته توجو مۀ ورکوئ.
تۀ خپل غرور دوکه کړے يې، تۀ چې د غرونو په غارونو کښې اوسېږې، او په اوچتو ځايونو کښې خپل کور جوړوې، تۀ چې د خپل ځان سره وائې چې، ”څوک ما لاندې زمکې ته راوستلے شى؟“
کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.
خپل ځان له دوکه مۀ ورکوئ، څوک هم د خُدائ پاک پورې ټوقې نۀ شى کولے، ځکه څوک چې څۀ کَرى هغه به رېبى.
تاسو دې څوک هم په تشو خبرو دوکه نۀ کړى، ځکه چې هم د دې څيزونو په وجه د خُدائ پاک غضب په هغوئ نازليږى څوک چې نافرمانه وى.
څوک دې تاسو په هيڅ طريقه دوکه نۀ کړى. ځکه چې هغه ورځ به تر هغې نۀ راځى ترڅو پورې چې بغاوت شروع نۀ شى او بيا بېشرعې کس څرګند نۀ شى، څوک چې د هلاکېدو دپاره مقرر شوے دے.
خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى.