Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 37:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو بابليان به واپس راوګرځى او په دې ښار باندې به حمله وکړى، هغوئ به دا ښار قبضه کړى او اور به ورته واچوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 37:8
9 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دا فرمائى چې، زۀ به ستاسو د جنګ وسله کومه چې ستاسو په لاس کښې ده بې‌کاره کړم او ستاسو خلاف به يې استعمال کړم، کومه چې تاسو د جنګ دپاره د بابل د بادشاه او د بابل د خلقو خلاف به استعمالوئ څوک چې د دېوال نه اخوا دى او په تاسو حمله کوى. نو په حقيقت کښې به زۀ ستاسو دشمنان د دې ښار زړۀ ته راولم.


او د دېوال نه اخوا بابليان به راشى او په دې ښار به اور بل کړى. هغوئ به ټول کورونه وسوزوى، چرته چې خلقو زۀ په دې غصه کړم چې د کوټو په چتونو يې بعل ته خوشبويۍ وسوزولې او نورو معبودانو ته يې د څښلو نذرانې پېش کړې.


مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يرمياه ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د يهوداه بادشاه صدقياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به اوس دې ښار ته اور واچوى.


تر دې چې کۀ تاسو د بابليانو ټولو لښکرو ته په جنګ کښې شکست هم ورکړئ او د هغوئ په خېمو کښې صرف هغه زخميان سړى وُو چې د جنګ نه ژوندى پاتې شوى وُو، نو هغوئ به راپاڅى او دا ښار به ټول وسوزوى.“


خو کۀ تاسو د خپل ځان د حواله کېدو نه اِنکار وکړئ، نو دا ښار به بابليانو ته حواله کړے شى، او هغوئ به دا ښار د سر نه تر آخره پورې وسوزوى. او تاسو به ترې نۀ شئ تښتېدلے.“


ستاسو ټولې ښځې او ماشومان به بابليانو ته بهر راوويستلے شى، او تۀ به هم د هغوئ د نيولو نه بچ نۀ شې. تاسو به د بابل د بادشاه له خوا ګرفتار شئ، او دا ښار به وسوزيږى.“


مالِک خُدائ داسې هم فرمائى چې، دا ښار به په يقين سره د بابل د بادشاه فوجيانو ته حواله کړے شى او هغوئ به يې قبضه کړى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan