6 نو بيا په هغه وخت کښې مالِک خُدائ يرمياه نبى ته پېغام ورکړو
وګورئ چې بابليانو د ښار د نيولو دپاره ګېرچاپېره څنګه د خاورو ډېرى جوړ کړل. د جنګ، قحط او وبا په وجه به دا ښار بابليانو ته څوک چې پرې حمله کوى حواله شى. تا چې څۀ وئيلى وُو نو هغه کارونه وشول، اوس يې په خپله وګوره.
نو صدقياه بادشاه هغه هلته قېد کړو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ ولې دا پېشګوئې کوې؟ چې مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کوم نو بيا به هغه په دې ښار قبضه وکړى.
په هم هغه وخت کښې د فِرعون فوجيانو مِصر پرېښودو او د يهوداه خوا ته روان شول، نو کله چې د بابليانو فوجيانو چا چې يروشلم محاصره کړے وو د هغوئ د راتلو په حقله واورېدل نو هغوئ د يروشلم نه وروستو شول.
او وې فرمائيل چې، ”صدقياه د يهوداه بادشاه چا چې تۀ رالېږلے يې چې زما نه تپوس وکړى هغۀ ته ووايه، د مِصر فوجيان کوم چې په دې تکل راروان وُو چې ستاسو مدد وکړى هغوئ به زر خپل مُلک مِصر ته واپس لاړ شى.