Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 37:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 په هم هغه وخت کښې د فِرعون فوجيانو مِصر پرېښودو او د يهوداه خوا ته روان شول، نو کله چې د بابليانو فوجيانو چا چې يروشلم محاصره کړے وو د هغوئ د راتلو په حقله واورېدل نو هغوئ د يروشلم نه وروستو شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 37:5
7 Iomraidhean Croise  

د مِصر بادشاه او د هغۀ لښکر بيا هيڅکله هم د مِصر نه لا نۀ ړل، ځکه چې اوس د بابل بادشاه د مِصر ټوله علاقه قبضه کړې وه، دا د فرات سيند نه واخله د مِصر شمالى سرحد پورې وه.


زۀ به د يهوداه بادشاه صدقياه او د هغۀ آفسران هم د هغوئ دشمنانو ته حواله کړم څوک چې د هغوئ مرګ پسې ګرځى. کۀ څۀ هم چې د بابليانو د بادشاه لښکرو خپلې حملې ستاسو خلاف بندى کړى دى،


کله چې د بابليانو فوجيان د مِصريانو د فوجيانو د رارسېدو په وجه د يروشلم د محاصرې نه راواپس او په شا شُو،


نو بيا په هغه وخت کښې مالِک خُدائ يرمياه نبى ته پېغام ورکړو


او وې فرمائيل چې، ”صدقياه د يهوداه بادشاه چا چې تۀ رالېږلے يې چې زما نه تپوس وکړى هغۀ ته ووايه، د مِصر فوجيان کوم چې په دې تکل راروان وُو چې ستاسو مدد وکړى هغوئ به زر خپل مُلک مِصر ته واپس لاړ شى.


خو د يهوداه بادشاه د هغۀ په خلاف بغاوت وکړو چې هغۀ خپل قاصدان مِصر ته ولېږل او هلته نه يې آسونه او لوئ لښکر راوستو. ولې هغه به کامياب شى؟ ولې څوک چې داسې کارونه وکړى بچ به شى؟ ولې هغه به د لوظ په ماتولو د تکليف نه خلاص شى؟


فِرعون به د خپلو تکړه سپاهيانو او غټو لښکرو سره په جنګ کښې د هغۀ مدد ونۀ کړى، کله چې دشمن د ښار محاصره وکړى او د حملې دپاره د خاورو غونډۍ جوړې کړى د دې دپاره چې ډېر خلق تباه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan