يرمياه 37:21 - Pakistani Yousafzai Pashto21 نو صدقياه بادشاه حُکم وکړو چې يرمياه د يونتن منشى کور ته مۀ استوئ بلکې د هغې په ځائ يې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند کړئ. او بيا بادشاه دا حکم هم وکړو چې هره ورځ ورته د تنور يوه روټۍ تر هغه وخته پورې ورکوئ ترڅو چې په ټول ښار کښې يوه روټۍ هم وى. نو يرمياه بيا د فوجيانو چاوڼۍ کښې بند کړے شو. Faic an caibideil |
نو بيا لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، زما د ترۀ زوئ حنمايل فوجى چاوڼۍ ته راغلو او هغۀ ووئيل چې په عنتوت کښې زما زمکه واخله کومه چې د بنيامين په علاقه کښې ده. ځکه چې دا ستا حق دے چې تۀ يې خلاصه کړې او د خپل ځان دپاره يې واخلې. نو زۀ په دې پوهه شوم چې مالِک خُدائ ما سره په هم دې حقله خبره کړې وه.