2 نۀ خو صدقياه او نۀ د هغۀ خِدمتګارانو او نۀ په يهوداه کښې پاتې شوى خلقو د مالِک خُدائ په کلام عمل کولو کوم چې د يرمياه په وسيله اورولے شوے وو.
داؤد بادشاه وفرمائيل، ”زۀ به په حنون هغسې مِهربانه شم، لکه چې د هغۀ پلار ناحس په ما مِهربانه وو.“ نو داؤد پېغام وړُونکى ورولېږل چې هغۀ له تسلى ورکړى. کله چې هغوئ عمون ته ورسېدل،
او هغۀ ناتن پېغمبر له حُکم ورکړو چې په ماشوم يديدياه نوم کېږدى، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ سره مينه کوله.
ټول اِسرائيل په هغۀ پسې غم وکړو او هغه يې ښخ کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ د خپل خِدمت کوونکى اخياه پېغمبر په ذريعه فرمائيلى وُو.
د مالِک خُدائ پېغام د بعشا او د هغۀ خاندان خِلاف د ياهُو پېغمبر په ذريعه ورکړے شوے وو ځکه چې بعشا د مالِک خُدائ په نظر کښې ګناهونه کړى وُو. هغۀ د خپلو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ غصه راوپاروله، ځکه چې هغۀ د يربعام مکمل خاندان وژلے وو، نو هغه د يربعام په شان ظالم شو.
صدقياه د يوويشتو کالو وو چې هغه د يهوداه بادشاه شو او په يروشلم يې يوولس کاله بادشاهى وکړه.
خو موسىٰ ورته وفرمائيل، ”اے زما مالِکه خُدايه، زۀ تا ته سوال کوم چې بل څوک ورولېږه.“
د يو کم عقل په لاس پېغام استول داسې دى لکه انسان چې په خپله ځان نه پښې پرې کړى او يا زهر وڅښى.
کۀ يو حکمران دروغو ته توجو ورکوى، نو د هغۀ ټول آفسران به بدکاران شى.
مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يرمياه ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د يهوداه بادشاه صدقياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به اوس دې ښار ته اور واچوى.
اے د بنى اِسرائيلو بېدينه او بدکاره شهزاده، ستا وخت پوره شوے دے، او د چا ورځې چې راغلې دى، د چا د سزا وخت چې پوره شوے دے.
ما د پېغمبرانو سره کلام وکړو او ما پخپله ډيرې روياګانې څرګندې کړې او د پېغمبرانو په ذريعه مې درته تعبير کړې.
نو هارون او د هغۀ زامنو هغه هر څۀ وکړل لکه څنګه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه حُکم ورکړے وو.
نو په دې وجه څوک چې دا نۀ منى، نو هغه انسانى حُکمونه نه، بلکې خُدائ پاک نۀ منى چا چې تاسو له خپل روحُ القُدس هم درکړے دے.