19 ستاسو په هغه نبيانو باندې څۀ چل وشو چې تاسو ته به يې وئيل چې، د بابل بادشاه به نۀ په تاسو او نۀ په دې مُلک باندې حمله وکړى؟
اليشع د اِسرائيل بادشاه ته وفرمائيل، ”زۀ په تا باندې څۀ وکړم، هغه پېغمبرانو له لاړ شه چې ستا مور او پلار ورسره مشوره کوله.“ خو يورام ورته ووئيل، ”نه، ځکه چې دا مالِک خُدائ وو چې مونږ درې بادشاهان يې راغونډ کړُو چې موآبيانو ته مو حواله کړى.“
نو بيا هغه معبودان چرته دى کوم چې تاسو د خپل ځان دپاره جوړ کړى دى؟ نو بيا کۀ دوئ کولے شى نو را دې شى او د مصيبت په وخت کښې دې تاسو له خلاصون درکړى. ځکه چې اے يهوداه، ستاسو خو دومره ډېر معبودان دى لکه څومره چې ستا ښارونه دى.“
هغوئ هغه خلقو ته مسلسل خبرې کوى څوک چې ما سپک ګڼى، چې مالِک خُدائ فرمائى چې تاسو به په خير خيريت يئ. او هغوئ ټولو ته څوک چې د خپل سرکشه زړۀ تابعدارى کوى هغوئ وائى تاسو ته به هيڅ قسمه نقصان ونۀ رسيږى.“
”ټولو جلاوطنو ته خط ورولېږه او ورته وليکه چې، مالِک خُدائ د سمعياه نحلامى په حقله فرمائى چې، هغۀ د خپل ځان نه تاسو ته پېشګوئې کړې ده، او کۀ څۀ هم چې هغه ما تاسو ته نۀ دے درلېږلے. او هغۀ تاسو داسې تيار کړئ چې د هغۀ په دروغو باندې باور وکړئ.
هغوئ زما د خلقو د سختو زخمونو عرضى علاج کوى. او کله چې خير نۀ وى نو هغوئ وائى چې، خير دے، خير به شى.
ستا پېغمبرانو ستا دپاره بېمطلبه او دوکه مارې روياګانې وليدلې. هغوئ ستاسو ګناهونه ښکاره نۀ کړل چې تاسو د جلاوطنۍ نه بچ کړى. خو تاسو ته يې د دروغو او بېلارې کوونکى پېغامونه واورول.
”اے بنى آدمه، د اِسرائيلو د هغه دروغژنو نبيانو خلاف پېشګوئې وکړه څوک چې اوس پېشګوئې کوى. نو هغوئ ته دا ووايه څوک چې د خپلو خيالونو د پېشګويۍ دعوىٰ کوى او داسې وائى چې تاسو د مالِک خُدائ کلام واورئ.
د هغوئ روياګانې دوکه ده او د هغوئ پالونه نيول دروغ دى. هغوئ وائى چې، مالِک خُدائ دا فرمائى، خو په حقيقت کښې مالِک خُدائ دوئ نۀ دى رالېږلى، بيا هم هغوئ په دې اُميد دى چې د هغوئ خبرې به پوره شى.
تاسو د خوراک دپاره هغوئ له د خپلو قربانو وازګه ورکوله او د څښلو دپاره مو ورته مے پېش کول. اوس هغوئ دې راشى او ستاسو مدد دې وکړى، هغوئ دې ستاسو بچ کولو دپاره رامنډه کړى.