18 نو بيا يرمياه د صدقياه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”ما ستا يا ستا د آفسرانو او يا د دې خلقو خلاف څۀ داسې بد کړى دى چې د هغې په وجه تاسو زۀ په دې قېد کښې اچولے يم؟
بيا يعقوب غصه شو، ”ما څۀ بد کړى دى؟ زما ګناه څۀ ده چې تۀ داسې تېز په ما پسې راورسېدې؟
کۀ چرته يو انسان د ښو په بدل کښې بد کوى، نو د هغۀ د کور نه به هيڅکله بدى ختمه نۀ شى.
يو بېګناه له سزا ورکول ښۀ خبره نۀ ده، او نۀ يو شريف له د هغۀ د شرافت په وجه کوړې ورکول ښۀ خبره ده.
ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“
زما خُدائ پاک خپله فرښته راولېږله او هغې د زمرو خولې بندې کړې. هغوئ ما ته هيڅ قسمه نقصان نۀ دے رارسولے، ځکه چې زۀ هغۀ ته بېګناه ثابت شوم. بادشاه سلامت، نۀ ما ستا خلاف څۀ جرم کړے دے.“
خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“
پولوس جرګې ته په اوچتو سترګو وکتل او وې وئيل چې، ”اے زما وروڼو، تر نن ورځې ما په صفا ضمير سره د خُدائ پاک په وړاندې خپل ژوند تير کړے دے.“
په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى.
کۀ چرې زۀ ګناه ګار يم او داسې څۀ جرم مې کړے وى چې د مرګ د سزا لائق وى نو زۀ د مرګ نه د تښتېدو کوشش نۀ کوم. خو کۀ چرې زما خلاف اِلزامونو کښې څۀ حقيقت نۀ وى نو څوک هم ما دوئ ته نۀ شى سپارلے. زۀ قيصر ته اپيل کوم.“
خو ما ته پته ولګېده چې دۀ داسې څۀ نۀ دى کړى چې ورته دې د مرګ سزا ورکړے شى. او کله چې هغۀ قيصر اعظم ته اپيل وکړو نو ما د هغۀ د لېږلو فېصله وکړه.
خو پولوس په خپلې صفائى کښې ووئيل چې، ”ما د يهوديانو د شريعت، د خُدائ د کور يا د قيصر په خلاف څۀ جرم هم نۀ دے کړے.“
او چې هغوئ تلل نو يو بل ته هغوئ ووئيل چې، ”دې سړى داسې څۀ کار نۀ دے کړے چې د مرګ يا د قېد لائق وى.“
نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟