يرمياه 37:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 نو څۀ موده پس صدقياه بادشاه څوک ورولېږلو او يرمياه يې خپل محل ته راوغوښتلو، او هغۀ نه يې په راز کښې تپوس وکړو چې، ”د مالِک خُدائ د طرف نه څۀ پېغام شته څۀ؟“ يرمياه جواب ورکړو چې، ”آو، تۀ به د بابل بادشاه ته په حواله کړے شې.“ Faic an caibideil |
مالِک خُدائ فرمائى چې د دې نه وروستو به زۀ صدقياه بادشاه او د هغۀ ټول آفسران او د هغۀ نور خلق کوم چې دې ښار کښې اوسيږى او د وبا، جنګ، او قحط نه ژوندى پاتې شوى وى زۀ به هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته او د هغوئ دشمن ته حواله کړم څوک چې د هغوئ ژوند ختمولو پسې ګرځى. هغه به هغوئ په تُوره په بېدردۍ سره مړۀ کړى، او په دوئ باندې به هيڅ قسمه رحم، مينه او نۀ به پرې څۀ زړۀ سواندے ښکاره کړى.“