14 خو يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”دا رښتيا نۀ دى. زۀ بګوړه نۀ يم او بابليانو سره نه ملګرے کېږم.“ خو اِرياه هغۀ ته غوږ ونۀ نيولو، او يرمياه يې ونيولو او آفسرانو ته يې پېش کړو.
نو ما هغۀ له جواب ورولېږلو، ”تۀ چې څۀ وائې په هغۀ کښې هيڅ هم رښتيا نشته. دا هر څۀ تا د خپل ځان نه جوړ کړى دى.“
ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.
بېرحمه ګواهانو په دروغو وکړه ګواهى په ما، چې بلکل ترې خبر نۀ يم هغه اِلزامونه يې ولګول په ما.
افسوس دے په تاسو کله چې ټول خلق ستاسو ښۀ تعريف کوى نو دغه شان د هغوئ پلار نيکونو د دروغژنو نبيانو تعريف هم کولو.
خو په نرمۍ او درناوى سره خپل ضمير صفا ساتئ نو چې څوک په مسيح کښې ستاسو ښۀ چال چلن ته کنځل کوى نو هغوئ به بيا په داسې کولو پښېمانه شى.