Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 37:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 خو کله چې هغه د بنيامين دروازې ته ورسېدو، نو هلته د چوکيدارانو آفسر د اِرياه په نوم چې د شلمياه زوئ او د حننياه نمسے وو هغه ونيولو. او ورته يې ووئيل، ”تۀ بګوړه شوے يې او د بابليانو سره ملګرے کېږې.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 37:13
20 Iomraidhean Croise  

نو بيا خلقو ووئيل، ”راځئ چې د يرمياه خلاف منصوبه جوړه کړُو. ځکه چې مونږ سره ډېر اِمامان، هوښياران او نبيان شته دے. مونږ ته د هغۀ د شريعت د تعليم، نصيحت او پېشګويۍ ورکولو ضرورت نشته دے. راځئ چې په خولۀ د هغۀ په حقله افواګانې خورې کړُو او په هغۀ اِلزام ولګوو او دوئ چې څۀ هم وائى نور ورته غوږ ونۀ نيسو.“


ما د خپل ځان په حقله د ډېرو خلقو ګونګوسى اورېدلى دى. هغوئ وائى چې، ”هرې خوا ته دهشت دے بس دهشت. راځئ چې د هغۀ اِطلاع ورکړُو. راځئ چې د هغۀ په حقله اِطلاع ورکړُو.“ زما نزدې دوستان هم زما د غورزېدلو په انتظار دى، او هغوئ وائى چې، ”شايد چې هغه دوکه شى، نو بيا به يې راګېر کړُو او د هغۀ نه به خپله بدله واخلو.“


نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو.


هر څوک هم چې په دې ښار کښې پاتې شى نو هغه به په جنګ، قحط او يا د وبا په وجه مړۀ شى. خو هر څوک چې بهر ووځى او خپل ځان بابليانو ته حواله کړى چا چې ښار محاصره کړے دے هغوئ به ژوندى پاتې شى، او هغوئ ته به د ژوندون غنيمت ورکړے شى.


خو زۀ به اوس ستاسو ټول مُلکونه خپل خِدمت کوونکى نبوکدنضر د بابل بادشاه ته حواله کړم، تر دې چې زۀ به ځنګلى ځناور هم د دۀ تابعدار کړم.


مالِک خُدائ، ربُ الافواج د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې، زۀ به د دې ټولو قومونو په غاړه کښې د اوسپنې جغ واچوم ترڅو چې هغوئ د بابل د بادشاه نبوکدنضر خِدمت وکړى. مالِک خُدائ فرمائيلى دى، تر دې چې زۀ به د ځنګل په ځناورو باندې هم نبوکدنضر ته اختيار ورکړم چې د هغۀ خِدمت وکړى.“


نو هغه په شاهى محل کښې لاندې د منشى کوټې ته لاړو، چرته چې ټول آفسران ناست وُو. اليسمع، د دربار منشى، د سمعياه زوئ دلاياه، د عکبور زوئ الناتن، د سافن زوئ ګمرياه، د حننياه زوئ صدقياه او نور ټول آفسران هلته موجود وُو.


سفطياه د متان زوئ، جدلياه د فشحور زوئ، يهوکل د شلمياه زوئ او فشحور د مُلکياه زوئ هغه څۀ واورېدل چې يرمياه ټولو خلقو ته وفرمائيل چې،


نو بيا آفسران بادشاه له ورغلل او ورته يې ووئيل چې، ”دا سړے دې خامخا قتل کړے شى، ځکه چې هغه په ښار کښې زمونږ خلق او په جنګ کښې بچ شوى فوجيان په خپلو دې خبرو باندې بې‌زړۀ کوى. هغه د خلقو ښېګړه نۀ لټوى بلکې په دې خبرو سره ورته نقصان ورکوى.“


خو د ايتهوپيا خصى عبيدمَلِک د دربار يو اهم شخصيت د دې نه خبر شو چې هغوئ يرمياه په ډيګۍ کښې اچولے شوے دے. په دغه وخت کښې بادشاه د بنيامين په دروازه کښې ناست وو او عدالت يې شروع کړے وو.


مونږ په خپلو کوڅو کښې نۀ شُو ګرځېدلے ځکه چې دشمن راته مورچه شوے دے. زمونږ آخر رانزدې شوے وو، او زمونږ ورځې شمېرلے شوې وې، ځکه چې زمونږ اَنجام رارسېدلے وو.


نو بيا د بيت‌ايل اِمام امصياه د اِسرائيل بادشاه يربعام له دا خبر ورولېږلو چې، ”عاموس د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ستا خلاف سازشونه جوړوى. د هغۀ وينا د برداشت نه بهر ده.


ټول مُلک، د جبع نه تر رِمون پورې، د يروشلم جنوب طرف ته، به لکه د عرابه د وادۍ په شان شى. خو يروشلم به بيا اوچت شى او په خپل ځائ به ودريږى، د بنيامين د دروازې نه تر د زړې دروازې پورې، د ګوټ دروازې پورې، او د حنن‌ايل د برج نه تر د شاهى انګورو د لنګرو پورې.


او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“


او نۀ دوئ تا ته زما خلاف دا اِلزام ثابتولے شى.


بيا هغوئ په پټه څۀ خلق ولمسول چې دا ووائى چې، ”مونږ د ستِفانوس نه د موسىٰ او د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې اورېدلى دى.“


مونږ په هر حالت کښې په عزت او بې‌عزتۍ، په بدنامۍ او په نېک نامۍ کښې د خُدائ پاک خِدمت کوُو. اګر کۀ دوئ مونږ دوکه باز ګڼى خو بيا هم رښتينى يُو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan