Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 37:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 نو يرمياه د دې دپاره د يروشلم د ښار نه د بنيامين قبائيلى علاقې ته په سفر روان شو ترڅو چې هلته کښې د خپلو خپلوانو نه زمکه کښې خپله برخه جائيداد جدا کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 37:12
11 Iomraidhean Croise  

الياس ويرېدو او د خپل ژوند بچ کولو دپاره وتښتېدو، هغۀ خپل نوکر ځان سره بوتلو او په يهوداه کښې بيرسبع ته لاړو او خپل نوکر يې هلته پرېښودو.


هلته هغه يو غار ته ورننوتلو او شپه يې په کښې تېره کړه. او د مالِک خُدائ کلام پرې نازل شو چې، ”الياسه، تۀ دلته څۀ کوې؟“


د بنيامين په علاقه کښې هغوئ ته دا ښارونه سره د څرن د زمکې حواله شوى وُو: جبعه، علمت او عنتوت. دا ټول ديارلس ښارونه وُو چې د هغوئ مکمل خاندان په کښې اوسېدل.


ما په جواب کښې ورته ووئيل، ”زۀ داسې سړے نۀ يم چې وتښتم او پټ شم. ستا خيال دا دے څۀ چې زۀ به د خپل ژوند د بچ کولو دپاره د خُدائ پاک په کور کښې پټېږم؟ زۀ به داسې نۀ کوم.“


زۀ به په هوا کښې الوتلے د دې ځايه وے، زۀ به په صحرا کښې اوسېدلے وے.


په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى ‎څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو.


کله چې د بابليانو فوجيان د مِصريانو د فوجيانو د رارسېدو په وجه د يروشلم د محاصرې نه راواپس او په شا شُو،


کله چې تاسو په يو ښار کښې وزورولے شئ نو بل ته لاړ شئ. زۀ درته رښتيا وايم چې د دې نه وړاندې چې تاسو د بنى اِسرائيلو په ټولو ښارونو کښې وګرځئ نو اِبن آدم به واپس راشى.


د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan