1 د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د بابل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو.
او يهوياکين بادشاه، سره د خپلې مور، زامنو، آفسرانو او سره د محل د آفسرانو بابليانو ته تسليم شو. د نبوکدنضر د بادشاهۍ په اتم کال هغۀ يهوياکين قېدى کړو
نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ متنياه د هغۀ په ځائ د يهوداه بادشاه جوړ کړو او د متنياه نوم يې صدقياه ته بدل کړو.
هغه پېغام چې د مالِک خُدائ له خوا نه يرمياه ته ورکړے شو کله چې د يهوداه بادشاه صدقياه د مُلکياه زوئ فشحور او د معسياه زوئ صفنياه اِمام يرمياه ته د دې عرض سره ورولېږل چې،
مالِک خُدائ يهوياکين ته چې، د يهويقيم زوئ او د يهوداه بادشاه دے وفرمائيل، ”زما دې په خپل ذات قسم وى، کۀ چرې تۀ زما د ښى لاس ګوتمه هم ولې نۀ وے نو تۀ به بيا هم ما ايستلې او اخوا غورزولې وے.
خلقو ووئيل چې، ”ولې دا سړے يهوياکين بادشاه د هغه مات منګى په شان دے څۀ، کوم چې غورزولے شوے وى او د هيچا په کار نۀ وى؟ هغه او د هغۀ بچى ولې په يو داسې مُلک کښې جلاوطن کړے شوى دى چې هغوئ ته هيڅ پته هم نۀ وى؟“
وروستو د دې نه چې د بابل بادشاه نبوکدنضر د يهوياکين د يهويقيم زوئ د يهوداه بادشاه بابل ته سره د آفسرانو، کاريګرانو او لوهارانو قېديان بوتلل نو بيا مالِک خُدائ ما ته په رويا کښې د اينځرو دوه ټوکرۍ راوښودلې چې د مالِک خُدائ د کور مخې ته پرتې وې.
مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک يرمياه ته وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د يهوداه بادشاه صدقياه ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کړم، او هغه به اوس دې ښار ته اور واچوى.
د جلاوطنۍ په اووۀ دېرشم کال يهوياکين د يهوداه بادشاه په کوم کال چې اويلمرودک د بابل بادشاه شو، نو هغۀ د يهوداه بادشاه په يهوياکين رحم وکړو او هغه يې د قېدخانې نه د دولسمې مياشتې په پينځويشتمه ورځ آزاد کړو.