8 باروک د نيرياه زوئ هم هغه شان وکړل څنګه چې ورته يرمياه نبى حکم کړے وو، نو د هغه طومار نه يې د مالِک خُدائ کلام د مالِک خُدائ په کور کښې ولوستلو.
هلته د دروازې سره د جرګې په ځائ کښې هغۀ ورته د سحر وختى نه واخله تر غرمې پورې شريعت لوستلو او هغوئ ټولو ورته په توجو سره غوږ اېښے وو.
نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم.
او دواړه مې باروک د نيرياه زوئ او د محسياه نمسى ته د حنمايل او د هغه ګواهانو چا چې په انتقال دستخط کړے وو او د هغه ټولو خلقو په موجودګۍ کښې چې په فوجى چاوڼۍ کښې ناست وُو حواله کړل.
نو بيا يرمياه باروک د نيرياه زوئ راوغوښتلو، او کله چې يرمياه هغۀ ته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو، نو باروک هغه په يو طومار کښې وليکل.
نو بيا تاسو د مالِک خُدائ کور ته کله چې روژه وى لاړ شئ او خلقو ته هغه څۀ ولولئ کوم چې ما تاسو ته وفرمائيل او تاسو هغه په يو طومار کښې وليکل. دا د يهوداه ټولو هغه خلقو ته ولوله کوم چې د خپلو ښارونو نه د عبادت دپاره دلته راغلى وى.
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
کۀ چرې تيموتيوس درشى نو خيال يې وساتئ چې هغه بې د څۀ يرې نه تاسو سره پاتې شى ځکه چې هغه هم زما په شان د مالِک خِدمت کوى.