Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 36:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 شايد چې هغوئ مالِک خُدائ ته عرض او مِنت زارى وکړى او ټول د خپلو بدو لارو نه راوګرځى، ځکه چې د مالِک خُدائ قهر او غضب ډېر لوئ دے کوم چې يې د دې خلقو خلاف اعلان کړے دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 36:7
36 Iomraidhean Croise  

”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره، زما او د يهوداه د ټولو خلقو دپاره د دې کِتاب د تعليماتو خبره وکړئ. مالِک خُدائ مونږ ته سخت غصه دے ځکه چې دا کِتاب کومې خبرې کوى نو زمونږ پلار نيکۀ په دې باندې عمل نۀ دے کړے.“


هغوئ زۀ رد کړے يم او نورو خُدايانو ته يې نذرانې پېش کړې دى او چې هغوئ څۀ کړى دى د هغې په وجه يې زما غصه راپارولې ده. زما غصه د يروشلم خِلاف راپاڅېدلې ده او دا به نۀ سړيږى.


”لاړ شئ او د مالِک خُدائ سره زما او د هغه خلقو دپاره مشوره وکړئ چې هغوئ بيا هم په اِسرائيل او يهوداه کښې پاتې کيږى. د دې کِتاب تعليمات معلوم کړئ. مالِک خُدائ مونږ ته غصه دے ځکه چې زمونږ پلار نيکۀ د مالِک خُدائ کلام نۀ دے منلے او هغه کار يې نۀ دے کړے چې د کوم په حقله دا کِتاب فرمائى چې خامخا دې وکړے شى.“


او يرمياه ته دا پېغامونه تر دې چې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه په ټول حکومت کښې او د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ د صدقياه د حکومت د يوولسم کال تر پينځمې مياشتې پورې مِلاوېدل کله چې د يروشلم خلق جلاوطن کړے شوى وُو.


کله چې تۀ هغوئ ته دا هر څۀ ووائې نو هغوئ به درنه تپوس وکړى چې، مالِک خُدائ په مونږ دومره سخت افت ولې نازلوى؟ مونږ څۀ غلطى کړې ده؟ مونږ داسې کومه ګناه د مالِک خُدائ خلاف کړې ده؟


”مالِک خُدائ ربُ الافواج، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک فرمائى چې زۀ به په دې ښار او د دې نه ګېرچاپېره ښارونو هغه ټول افتونه راولم چې د کومو ما وړاندې ذکر کړے دے، ځکه چې تاسو په سرکشۍ سره زما خبرو اورېدلو ته تيار نۀ يئ.“


زۀ به په خپله خپل زورَور لاس دراوږد کړم او ستاسو خِلاف به په غصې، قهر، او لوئ غضب سره جنګ وکړم.


هغوئ به تاسو ته فرمائيل چې، تاسو هر يو خپلې خرابې طريقې او هغه بد کارونه پرېږدئ کوم چې تاسو کوئ، نو بيا تاسو په هغه مُلک کښې تر تله پورې اوسېدلے شئ کوم چې ما تاسو او ستاسو پلار نيکۀ له ورکړے دے.


کېدے شى چې هغوئ تا ته غوږ ونيسى او هر يو د خپلو بدو لارو نه راواوړى. کومه منصوبه چې ما د هغوئ خلاف جوړه کړې وه، نو بيا به زۀ خپل سوچ بدل کړم او هغه افت به پرې نۀ راولم.


شايد چې د يهوداه خلق د هغه ټولو افتونو په حقله واورى کوم چې زما په هغوئ د راوستلو نيت دے، نو کۀ هر يو د خپلې بدعملۍ نه راوګرځى نو بيا به زۀ د هغوئ ګناهونه او بدعملونه معاف کړم.“


نو اوس، بادشاه سلامته، زۀ تا ته سوال او مِنت کوم چې زما خبره واوره. ما د يونتن منشى کور ته واپس مۀ لېږه، ګنې زۀ به هلته مړ شم.“


اے د يهوداه او د يروشلم خلقو خپل زړونه ما ته وقف کړئ، هسې نه ستاسو د بدو اعمالو په وجه زما د قهر اور بل شى نو هغه به تاسو مکمل وسوزوى او بيا به داسې هيڅ څوک نۀ وى چې هغه مړ کړى.“


يرمياه نبى ته راغلل او ورته يې ووئيل، ”مونږ ستا مِنت کوُو چې زمونږ دپاره د مالِک خُدائ ستا مقدس خُدائ نه دُعا وغواړه، کوم چې پاتې شوى کسان يُو. لکه څنګه چې تۀ وينې چې د مخکښې په مقابل کښې اوس مونږ ډېر لږ يُو.


مالِک خُدائ خپل ټول غضب په دوئ ظاهر کړو او هغۀ خپل سخت قهر رانازل کړو. هغۀ په صيون کښې اور بل کړو. او هغه يې تر بنيادونو وسوزولو.


نو په دې وجه اے بنى آدمه، خپل سامان داسې راغونډ کړه لکه چې تۀ په جلاوطنۍ روان يې. د ورځې په رڼا کښې د هغوئ په وړاندې روان شه او بل ځائ ته لاړ شه. شايد چې هغوئ په دې پوهه شى چې هغوئ به هم يوه ورځ جلاوطن شى، اګر چې هغوئ سرکشه قوم دے.


نو په دې وجه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، په خپل قهر سره به زۀ يو وحشتناک طوفان راولېږم، او په خپل قهر سره به ږلۍ او د باران طوفان راولېږم.


”زما دې په خپل ذات قسم وى مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، زۀ به په مضبوطو لاسونو سره په تاسو حکومت وکړم او خپل لاس به دراوږد کړم او خپل غضب به په تاسو نازل کړم.


لکه څنګه چې خلق سپين زر، تانبه، اوسپنه، سيکه او ټيمان راټولوى او په بټۍ کښې يې په تېز اور ويلى کوى، نو هم داسې به زۀ تاسو خپل قهر او غضب کښې راټول کړم او په ښار کښې دننه به مو واچوم او ويلى به مو کړم.


نو زما غصه به بيا سړه شى او زما غضب به په آرام شى کله چې زۀ خپل غضب په دوئ نازل کړم، نو هغوئ به په دې پوهه شى چې ما مالِک خُدائ د خپل غېرت د وجې داسې وکړل.


نو په دې وجه زۀ به په هغوئ باندې خپل غضب نازل کړم، نۀ به هغوئ زما نه بچ شى او نۀ به زۀ په هغوئ رحم وکړم. کۀ څۀ هم چې هغوئ زما په غوږ کښې چغې ووهى زۀ به هغوئ ته غوږ نۀ نيسم.“


څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، هغه ټول افتونه په مونږ نازل شوى دى، بيا اوس هم مونږ د خپل مالِک خُدائ د رضا حاصلولو دپاره د خپلو ګناهونو نه اوړېدلى نۀ يُو او نۀ مو ستا په حقيقت غور کړے دے.


اے خُدايه، غوږ ونيسه او واوره، خپلې سترګې کولاو کړه او هغه کنډر شوے ښار وګوره چې ستا په نوم پورې تړلے شوے دے. مونږ تا ته سوال زارى د دې دپاره نۀ کوُو چې مونږ صادقان يُو، خو ځکه چې تۀ ډېر مهربانه يې.


زۀ به بيا خپل ځائ ته راواپس شم، ترڅو چې هغوئ خپله ملامتيا ومنى او ما ته راوګرځى. او چې کله په هغوئ مصيبت راشى نو هغوئ به زما سخت تلاش شروع کړى.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”اوس هم تاسو سره موقع شته چې خپل ټول زړۀ سره ما ته په روژه نيولو، په ژړا او ماتم کولو سره راوګرځئ.


د خپل خفګان دپاره خپلې جامې مۀ شلوئ خو د هغې په ځائ خپل زړونه وشلوئ.“ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځئ، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے، هغه زر نۀ غصه کيږى او د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکى ده، او هغه دا غواړى چې معافى وکړى او سزا ورنۀ کړى.


خو پرېږدئ چې ټول خلق او ځناور د ټاټ جامې واغوندى. او هر يو په راستۍ سره د زړۀ له کومې خُدائ پاک ته دُعا وکړى، او هر يو د خپلې بدعملۍ نه واوړى او ظلم زياتے پرېږدى.


د خپل پلار نيکۀ په شان مۀ جوړېږئ، چا ته به چې پخوانو پېغمبرانو فرمائيل چې، ”مالِک خُدائ دا فرمائى چې، د خپلې بدعملۍ نه او د خپل بدعمله کارونو نه واوړئ.“ خو هغوئ به ما ته غوږ نۀ نيولو او نۀ به يې توجو راکوله، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”ستا د مرګ نېټه پوره کېدونکې ده او د خپل پلار نيکۀ سره به يو ځائ شې او ستا د مرګ نه پس به خلق زما نه نافرمانه شى او هغه لوظ به مات کړى چې ما د هغوئ سره کړے دے. هغوئ به ما پرېږدى او د هغه مُلک د غېرو معبودانو عبادت به وکړى چې کوم ته هغوئ ورننوځى.


نو بيا به زۀ هغوئ ته په قهر شم، زۀ به هغوئ پرېږدم او هغوئ به تباه شى. ډېر سخت افتونه به په هغوئ راشى، نو هغوئ ته به پته ولګى چې په هغوئ باندې داسې ځکه کيږى چې زۀ يعنې خُدائ پاک نور د هغوئ مل نۀ يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan