Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 36:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نو بيا يرمياه باروک ته وفرمائيل چې، ”زۀ دلته نظر بند يم نو د مالِک خُدائ کور ته دننه تلے نۀ شم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 36:5
15 Iomraidhean Croise  

په هغه وخت زۀ د مهيطب‌اېل نمسى او د دلاياه زوئ سمعياه سره مِلاوېدو له لاړم، چې هغه د دې قابل نۀ وو چې د خپل کور نه لاړ شى. هغۀ ما ته ووئيل، ”زۀ او تۀ به لاړ شُو او د خُدائ پاک د کور په مقدس ځائ کښې به دواړه پټ شُو او دروازې به تالا کړُو، ځکه چې هغوئ ستا د وژلو دپاره راروان دى. نو هغوئ به ستا د وژلو دپاره د شپې راشى.“


تا زما دوستان ما نه لرې کړى دى، زۀ دې د هغوئ دپاره کرکژن وګرځولم. ګېر يمه زۀ چرته تښتېدلے نۀ شم.


نو هغۀ يرمياه نبى راګېر کړلو او په کوړو يې ووهلو او بيا يې هغه پاس د مالِک خُدائ په کور کښې د بنيامين په دروازه کښې د لرګى په کُنده کښې بند کړلو.


او دواړه مې باروک د نيرياه زوئ او د محسياه نمسى ته د حنم‌ايل او د هغه ګواهانو چا چې په انتقال دستخط کړے وو او د هغه ټولو خلقو په موجودګۍ کښې چې په فوجى چاوڼۍ کښې ناست وُو حواله کړل.


په هغه وخت کښې چې د بابل د بادشاه لښکرو د يروشلم نه ګېره اچولې وه نو يرمياه په دې ورځو کښې د يهوداه د شاهى محل دننه په فوجى چاوڼۍ کښې بند وو.


يرمياه چې لا د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند وو نو د مالِک خُدائ پېغام په دوېم ځل هغۀ ته راغلو،


هغوئ يرمياه ته سخت غصه شول او وې وهلو او د يونتن منشى په کور کښې يې بند کړو، د کوم نه چې هغوئ جيل جوړ کړے وو.


نو بيا يرمياه د دې نه وروستو د يروشلم د شکست پورې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بندى پاتې شو.


نو بيا هغوئ يرمياه ونيولو او په پړو يې د قېدخانې په دربار کښې ډيګۍ ته ورکوز کړو کوم چې د مُلکياه شهزاده ملکيت وو. نو په هغه ډيګۍ کښې اوبۀ نۀ وې، خو لاندې په بېخ کښې ډيرې بوختې وې او يرمياه په هغې کښې ډوب شو.


خو زۀ اوس ستا د لاسونو نه زنځيرونه اخوا کوم او تا آزادوم. کۀ تۀ ما سره بابل ته تلل غواړې، نو راځه چې ځُو. زۀ به ګورم چې ستا پوره خيال وساتلے شى. او کۀ تۀ ما سره هلته تلل نۀ غواړې، نو دلته ايسار شه. ټول مُلک ستا د وړاندې دے. چرته چې تۀ تلل غواړې نو هلته په آزاده توګه لاړ شه.


ولې هغوئ د مسيح خادِمان دى؟ زما وينا لکه د ليونى په شان ده، خو زۀ د هغوئ نه زيات بهتر يم، په محنت کښې زيات، په قېد کښې زيات، په کوړو خوړلو کښې د حد نه زيات، او څو څو ځله د مرګ سره مخامخ شوے يم.


هم دا وجه ده چې زۀ پولوس چې ستاسو غېر‌يهوديانو د خاطره د عيسىٰ مسيح قېدى يم تاسو ته دُعا کوم.


د کوم دپاره چې زۀ په زنځيرونو تړلے سفير يم. دُعا کوئ چې زۀ په داسې زړۀ ورتيا سره دا پېغام ورکړم څنګه چې په ما فرض دے.


د کوم دپاره چې ما سختۍ وزغملې تر دې چې د مجرم په شان په زنځير وتړلے شوم، خو د خُدائ پاک کلام په زنځير تړلے کېدے نۀ شى.


په ځينو پورې يې ټوقې وکړې، په کوړو يې ووهل، او څۀ يې په زنځيرونو وتړل او په قېد کښې يې واچول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan