Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 36:32 - Pakistani Yousafzai Pashto

32 بيا يرمياه يو بل تش طومار راواخستلو او باروک ليکوال د نيرياه زوئ له يې ورکړو، نو څنګه به چې يرمياه فرمائيل نو هغه ټول الفاظ يې په کښې دوباره وليکل کوم چې په هغه طومار کښې ليکلے شوى وُو چې يهويقيم د يهوداه بادشاه په اور کښې اچولے او سوزولے وو. او د هغې نه علاوه يې نوره هم په دې موضوع رڼا واچوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 36:32
13 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د اولنو په شان دوه د کاڼى تختې جوړې کړه او زۀ به په هغې باندې هم هغه حُکمونه ليکم کوم چې په اولنو تختو باندې وُو، کومې چې تا ماتې کړې وې.


باروک ورته جواب ورکړو چې، ”آو، هغۀ دا هر څۀ ما ته وفرمائيل او ما هغه په دې طومار کښې په سياهۍ باندې وليکل.“


هرکله چې يهودى درې څلور عنوانونه ولوستل، نو بادشاه دا طومار په چاقو وشلولو او هغه يې په نغرى کښې اور ته واچولو، تر دې چې هغه طومار ټول په اور کښې وسوزېدو.


نو بيا يرمياه باروک د نيرياه زوئ راوغوښتلو، او کله چې يرمياه هغۀ ته هغه هر څۀ ووئيل کوم چې مالِک خُدائ هغۀ ته فرمائيلى وُو، نو باروک هغه په يو طومار کښې وليکل.


نو بيا نبوکدنضر شدرک، ميشک او عبدنجو ته ډېر سخت غصه شو، او د غصې نه د هغۀ رنګ تک سور شو. او هغۀ حکم وکړو چې هغه د اور بټۍ د پخوا نه اووۀ ځله زياته ګرمه کړئ.


د بابل د بادشاه بيلشضر د بادشاهۍ په اول کال، دانيال چې کله په خپل کټ کښې پروت وو نو هغۀ خوب وليدو او په خوب کښې د هغۀ په خيالونو کښې يوه رويا راغله. هغۀ هغه څۀ وليکل کوم چې هغۀ په خوب کښې وليدل.


کۀ د دې هر څۀ نه پس بيا هم ما ته غوږ ونۀ نيسئ، نو ستاسو د نافرمانۍ په وجه زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم.


کۀ تاسو بيا هم زما مخالفت کوئ او زما د منلو نه اِنکار کوئ، نو زۀ به ستاسو سزا اووۀ چنده زياته کړم.


نو زۀ به هم ستاسو خِلاف شم او زۀ به تاسو له د مخکښې نه اووۀ چنده زياته سزا درکړم.


نو زما قهر به ستاسو خِلاف شى او بيا به زۀ ستاسو سزا د مخکښې نه اووۀ چنده زياته کړم.


زۀ ترتيوس د دې خط ليکونکے تاسو ته هم په مالِک کښې سلام وايم.


زۀ هر چا ته دا خبردارے ورکوم څوک د دې کِتاب د پېشګويو کلام اورى، کۀ څوک د ځانه څۀ په کښې زيات کړى نو خُدائ پاک به هغۀ ته په دې کِتاب کښې بيان شوى افتونه ورکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan