يرمياه 36:31 - Pakistani Yousafzai Pashto31 زۀ به هغۀ ته او د هغۀ اولاد او د هغۀ نوکرانو ته د هغوئ د غلطو کارونو په وجه سزا ورکړم، زۀ به په دوئ او په هغه چا باندې چې په يروشلم کښې اوسيږى او د يهوداه په ټولو خلقو به هغه افتونه راولم کوم چې ما د هغوئ خلاف اعلان کړى دى، ځکه چې هغوئ ما ته غوږ ونۀ نيولو.“ Faic an caibideil |
نو بيا په دې وجه مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به سمعياه نحلامى او د دۀ اولاد ته په يقين سره سزا ورکړم. د هغۀ د خاندان نه به څوک هم ژوندى پاتې نۀ شى، او نۀ به هغوئ هغه احسانونه او نعمتونه وګورى کوم چې زۀ د خپل غوره شوى قوم سره کوم، ځکه چې هغۀ زما خلاف خلقو ته د سرکشۍ کولو لمسون وکړو، مالِک خُدائ فرمائى.“