يرمياه 36:30 - Pakistani Yousafzai Pashto30 نو په دې وجه مالِک خُدائ د يهويقيم د يهوداه بادشاه په حقله فرمائى چې، د هغۀ په اولاد کښې به څوک هم د داؤد په تخت بادشاهى ونۀ کړى، او د هغۀ لاش به په خوشى مېدان وغورزولے شى چرته چې په ورځ کښې به نمر او په شپه کښې به سختې يخنۍ او پرخې ته پروت وى. Faic an caibideil |
او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.