Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 36:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 نو همدارنګه يهويقيم د يهوداه بادشاه ته ووايه، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، تا دا طومار وسوزولو او يرمياه ته دې وئيل چې، تا ولې په دې کښې دا ليکلى دى چې په يقين سره به د بابل بادشاه راشى او په حقيقت کښې به دا مُلک تباه کړى او انسان او ځناور داوړه به په کښې جارُو کړى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 36:29
21 Iomraidhean Croise  

پرېشانى او تکليف هغوئ ويروى، او دا څيزونه په هغوئ باندې غالِب شى، داسې لکه چې يو بادشاه د جنګ دپاره تيار شى.


ځکه چې هغوئ خپل لاسونه د خُدائ پاک خِلاف اوچت کړل، او هغوئ د قادر خُدائ نه بغاوت وکړو.


ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بې‌اِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟


خُدائ پاک به هغه خلق تباه کړى چې څوک د دروغو ګواهى کوى، هغه خلق چې قاضيان د غلطو فېصلو کولو دپاره دوکه کوى، هغه خلق چې څوک دروغ وائى د دې دپاره چې بې‌ګناه خلقو ته اِنصاف مِلاو نۀ شى.


هغوئ رويا کتونکو ته وائى چې، ”تاسو روياګانې مۀ وينئ،“ پېغمبرانو ته وائى، ”مونږ ته د هغه څۀ په حقله خبرې مۀ کوئ چې څۀ حقيقت وى. مونږ ته د خوند خبرې کوئ، خېر دے کۀ هغه دروغ هم وى.


په هغۀ باندې افسوس چې د خپل خالق سره جګړه کوى، هغه داسې دے لکه چې د ماتو لوښو يو ټيکرے وى. ولې خټه د کُلال نه تپوس کوى څۀ چې، ”تۀ څۀ جوړوې؟“ ولې ستا کوم جوړ شوے څيز ستا په حقله شکايت کوى څۀ؟ د هغۀ هيڅ اختيار نشته.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ما دا فېصله کړې ده چې زۀ به دا ښار بچ نۀ کړم او افتونه به پرې نازل کړم، نه چې آبادى. دا به د بابل بادشاه ته حواله کړم او هغه به دا ښار په اور تباه کړى.“


زۀ به په دې مُلک هغه ټول افتونه راولم کوم چې ما د دۀ خلاف بيان کړى دى، او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى او کوم چې د يرمياه نبى په ذريعه د ټولو قومونو خلاف پېشګوئې شوې ده.


زۀ به د شمال ټول خلق او خپل خدمتګار د بابل بادشاه نبوکدنضر د دې مُلک او په دې کښې د اوسېدونکو خلقو او د خواوشا ټولو قومونو په خلاف د جنګ دپاره راولېږم. زۀ به هغوئ بلکل تباه کړم او هغوئ به د خلقو دپاره د يرې دهشت، ټوقو، او مسخرو يو مثال وګرځوم، او په ابدى کنډرو به يې بدل کړم. مالِک خُدائ دا فرمائى.


تۀ ولې د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ په نوم پېغام ورکوې چې دا کور به لکه د سيلا په شان شى او دا ښار به په صحرا او کنډرو بدل شى؟“ نو د مالِک خُدائ په کور کښې ټول خلق د يرمياه نه راتاو شول.


زما او ستا نه ډېر وړاندې پخوانو نبيانو دا پېشګوئې کړې ده چې په ډېرو مُلکونو او لويو بادشاهتونو به جنګ، قحط او وبا راځى.


نو صدقياه بادشاه هغه هلته قېد کړو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ ولې دا پېشګوئې کوې؟ چې مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ دا ښار د بابل بادشاه ته حواله کوم نو بيا به هغه په دې ښار قبضه وکړى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، کۀ څۀ هم چې دا مُلک اوس د صحرا په شان دے او د انسانانو او ځناورو نه خالى دے خو په دې کښې به بيا د څرن زمکه راپېدا شى چې شپونکى به ورته خپلې رمې څرولو دپاره راولى.


هرکله چې يهودى درې څلور عنوانونه ولوستل، نو بادشاه دا طومار په چاقو وشلولو او هغه يې په نغرى کښې اور ته واچولو، تر دې چې هغه طومار ټول په اور کښې وسوزېدو.


هغۀ ووئيل، ”مونږ تاسو په سختۍ سره منع کړى وئ چې په دې نوم تعليم مۀ ورکوئ. خو تاسو ټول يروشلم په دې تعليم ډک کړو او تاسو دا کوشش کوئ چې د هغه سړى خون زمونږ په غاړه کړئ.“


او کۀ چرې دا د خُدائ پاک د طرفه وى نو تاسو دا خلق نۀ شئ منع کولے بلکې تاسو ته به دا پته ولګى چې تاسو د خُدائ خلاف جنګ کوئ.“ نو هغوئ د ګملى‌ايل مشوره ومنله.


يا ولې مونږ د مالِک غېرت کښې راولو څۀ؟ ولې مونږ د هغۀ نه زورَور يُو څۀ؟


پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې لوظ خبرې اورى او خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښى پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ او بد دواړه تباه کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan