26 نو بيا د دې په ځائ بادشاه يرحمئيل شهزاده او ورسره سراياه د عزرائيل زوئ او شلمياه د عبدائيل زوئ ته حکم وکړو چې باروک منشى او يرمياه نبى ګرفتار کړى. خو مالِک خُدائ هغوئ پټ کړل.
”د دې ځائ نه نمرخاتۀ طرف ته لاړ شه او د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته د کريت ولې سره نزدې پټ شه.
”اوس د صيدا سره نزدې د صارفت ښار ته لاړ شه او هلته دېره شه. ما هلته يوې کونډې ته وئيلى دى چې تا له خوراک درکوى.“
او کله چې ايزبل د مالِک خُدائ پېغمبران وژل، نو عبدياه ترې نه سل پېغمبران بوتلل او د پنځوسو پنځوسو په دوو ډلو کښې يې په غارونو کښې پټ کړل او د هغوئ دپاره يې د خوراک او د اوبو بندوبست وکړو.
هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما په شوق سره ستا خِدمت کړے دے، ما صِرف ستا خدمت کړے دے، اے مالِک خُدايه ربُ الافواجه. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربانګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما په ژوند پسې لګېدلى دى.“
هغه ورته وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه، ما په تا باندې غېرت کړے دے. خو اِسرائيليانو تا سره خپل لوظ مات کړے دے، ستا قربانګاه يې ماتې کړې دى او ستا پېغمبران يې وژلى دى. صِرف زۀ پاتې يم او هغوئ زما د وژلو کوشش هم کوى.“
بيا اخىاب خپل يو آفسر له حُکم ورکړو، ”ميکاياه ګرفتار کړه او د ښار حکمران امون او يوآس شهزاده له يې بوځه.
صِرف د اخزياه زوئ يوآس وتښتېدو. هغه هم د نورو سره وژلے کېدو، خو يهوسبع هغه بچ کړو، يهوسبع د يهورام لور او د اخزياه ناسکه خور وه. هغې يوآس او د هغۀ دايڼه د مالِک خُدائ په کور کښې د خوب کوټې ته بوتلل او د عتلياه نه يې پټ کړو، نو هغه ونۀ وژلے شو.
او هغوئ ته ووايه چې هغه په قېدخانه کښې واچوى او چې ترڅو پورې زۀ په خېر سره راغلے نۀ يم نو چې هغۀ له د اوبو او روټۍ نه بغېر هيڅ ورنۀ کړى.“
هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ، او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“
مالِک خُدائ به ستا په تلو راتلو کښې حفاظت کوى، د اوس نه تر ابده پورې به ستا حفاظت کوى.
خو په سخته ورځ به هغه ما له په خپل مقدس کور کښې پناه راکړى، او په خپله خېمه کښې به هغه ما له حفاظت راکړى او ما به هغه پاس په لوړه د ګټ دپاسه کښېنوى.
تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.
رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم، او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم. ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.
ما د بدعمله د پټو منصوبو نه په امان کړه، ما د بدکردارو د قبيلې نه په امان کړه.
هغه څوک چې د خُدائ تعالىٰ په پناه کښې اوسيږى، هغه به د قادر خُدائ د سورى لاندې په امان وى.
زما خلقو، خپلو کورونو ته ننوځئ او په ځان پسې دروازې بندې کړئ. د څۀ وخت دپاره ځانونه پټ کړئ چې د خُدائ پاک غصه سړه شى.
هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
ما ستاسو خلقو ته بېفائدې سزا ورکړه، ځکه چې هغوئ زما اصلاح کول ونۀ منل. خو تاسو لکه د غړمبېدونکى زمرى په شان په خپلو نبيانو حمله وکړه او هغوئ مو قتل کړل.
خو اخيقام د سافن زوئ د يرمياه مدد کولو، نو ځکه هغه د مرګ دپاره خلقو ته حواله نۀ کړے شو.
نو آفسرانو باروک ته ووئيل چې، ”تۀ او يرمياه لاړ شئ او خپل ځان پټ کړئ. او هيچا ته مۀ وايئ چې تاسو چرته يئ.“
نو بيا يرمياه باروک ته وفرمائيل چې، ”زۀ دلته نظر بند يم نو د مالِک خُدائ کور ته دننه تلے نۀ شم.
نو بيا هغوئ يرمياه ونيولو او په پړو يې د قېدخانې په دربار کښې ډيګۍ ته ورکوز کړو کوم چې د مُلکياه شهزاده ملکيت وو. نو په هغه ډيګۍ کښې اوبۀ نۀ وې، خو لاندې په بېخ کښې ډيرې بوختې وې او يرمياه په هغې کښې ډوب شو.
په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.
فريسيانو د عيسىٰ په حقله د خلقو غورېدل واورېدل، نو مشرانو اِمامانو او فريسيانو، محافظان د هغۀ نيولو پسې ولېږل.
د خُدائ د کور په بيتالمال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.
بيا پطروس په خود کښې راغلو او هغۀ خپل ځان سره ووئيل چې، ”اوس زما پوره يقين دے چې مالِک خُدائ خپله فرښته ما ته رالېږلې ده او ما ته يې د هيروديس او د يهوديانو د ټولو بدو منصوبو نه نجات راکړو.“