22 نو د کال نهمه مياشت وه، د يخنۍ موسم وو نو بادشاه په شاهى محل کښې د ژمى دپاره په جوړه شوې کوټه کښې نغرى ته ناست وو.
په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو.
خو تۀ ما سره بېوفا شوې د هغې ښځې په شان څوک چې خپل خاوند سره بېوفا وى. مالِک خُدائ دا فرمائى.
يهويقيم د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه د بادشاهۍ د پينځم کال په نهمه مياشت د يروشلم ټولو خلقو ته او د هغوئ دپاره څوک چې د يهوداه د ښارونو نه راغلى وُو، د روژې اعلان وکړو او هغوئ د مالِک خُدائ دپاره روژه ونيوله.
زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.
بيا چې کله بادشاه په چت باندې په خپله يخه کوټه کښې ناست وو، اهُود هغۀ له ورَغلو او ورته يې ووئيل، ”زما سره ستا دپاره د خُدائ پاک نه يو پېغام دے.“ نو بادشاه د تخت نه پاڅېدو.