Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يرمياه 36:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 نو بادشاه يهودى نومې سړے ورولېږلو چې هغه طومار راوړى، نو يهودى هغه د اليسمع منشى د کوټې نه راوړو او بادشاه او هغه ټولو آفسرانو ته چې ورسره په خوا کښې ولاړ وُو ولوستلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يرمياه 36:21
7 Iomraidhean Croise  

او هغۀ ووئيل، ”ما سره دلته يو کِتاب دے چې خِلقياه راکړے دے.“ او بادشاه ته يې دا ولوستلو.


بيا هغۀ ووئيل، ”هغه کِتاب دلته ما سره دے چې خِلقياه ما له راکړے دے.“ او هغۀ بادشاه ته د دې تلاوت وکړو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”کوم پېغمبر چې خوب ليدلے دے هغه دې بې‌شکه خپل خوب بيان کړى، خو چې په چا زما کلام نازل شوے دے هغه دې په وفادارۍ سره کلام خلقو ته واوروى. تش بوس د غنمو برابر دى څۀ؟“


مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.


نو ټولو آفسرانو په مشورې سره يهودى د نتنياه زوئ، د شلمياه نمسى او د کوشى کړوسے باروک ته ورولېږلو چې ورته دا ووائى، ”آفسران وائى چې راشه، او ځان سره هغه طومار هم راوړه کوم چې تا ټولو خلقو ته ولوستلو.“ نو باروک د نيرياه زوئ د هغه طومار سره چې کوم يې په لاس کښې وو هغوئ له ورغلو.


نو هغوئ هغۀ ته ووئيل چې، ”مهربانى وکړه دلته کښېنه او مونږ ته دا طومار ولوله.“ نو باروک ورته هغه طومار ولوستلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan